د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو سره په خبرو کې پاکستان څه رول لري؟


د سیاسي چارو کارپوه جهانګیر خټک

د سیاسي چارو کارپوه جهانګیر خټک

په نیویارک کې میشت د پاکستان او افغانستان د سیاسي چارو کارپوه جهانګیر خټک وايي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې ستبلشمینټ لوی لاس لري. ښاغلي خټک وايي چې د افغانستان او پاکستان امنیت او ثبات د یو بل سره تړلي دي او دواړه هیوادونه باید دا درک کړي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف ویلي دي چې پاکستان پژمن دی چې د افغانستان د سولې د پروسې سره مرسته وکړي. نواز شریف دغه خبره د امریکا د خاص استازې جیمز ډابینز سره په غونډه کې کړې ده.

ښاغلي خټک وايي چې کله چې په پاکستان کې کوم سیاسي مشر د افغانستان په اړه خبره کوي نو باید ورسره د استبلشمنټ رضایت وي. هغه دغه خبرې د آشنا راډیو سره په مرکې کې کړې دي.

XS
SM
MD
LG