د لاس رسي وړ اتصالات

په یوې میاشتې کې ۳۰۰ افغان پولیس وژل شوي


آرشیف
آرشیف
دافغانستان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبی په ورځ وویل چې د یوې میاشتې په اوږدو کې ۳۰۰ ځایي او ملي پولیس وژل شوي دي.

د کورنیوچارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل د مي د ۱۰ مې او د جون د میاشتې تر ۱۳ مې ترمنځ ۲۹۹ پولېس وژل شويدي او ۶۱۸ ټپیان شوي دي. دا د تیرکال په پرتله ۲۲ فېصده زیاتوالی ښیي.

په دغه موده کې ۷۵۳ یاغیان د نړیوالو او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شویدي او تر ۳۰۰ زیات یاغیان نیول شوي هم دي. په دې موده کې ۱۸۰ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د اسوشیټیډ پریس خبرې آژانس وايي چې د تشدد له امله دغه مرگ ژوبله د جگړې په تیرو دولسو کلونو کې تربل هر وخت زیاته ده.

افغان قواوي اوس تر پخوا زیات په امنیتي عملیاتو کې برخه اخلي، نو کیدای شي چې دغه یې علت وي چې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډیره شوې ده.

په عین وخت کې د ناټو د ځواکونو مرګ ژوبله بیا کمه شوېده.

ناټو د جون په میاشت کې په رسمي ډول د امنیتي عملیاتو مسولیت افغان قواوو ته وسپارل.
XS
SM
MD
LG