د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی بیا ځانمرګی برید شوی دی


د کابل د سې شنبی د ورځې د برید ځای
د کابل د سې شنبی د ورځې د برید ځای
د کابل د پولیسو امنیه قوماندان جنرال محمد ایوب سالنګي د پیښې په ځای کې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چی د سې شنبې د سهار د ۴ بجو په شاوخوا کی لومړی یو ه ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو موادو ډک بار وړونکی موټر د کابل د صنعتي پارک په سیمه کې د یو بهرنی لوژستیکی شرکت د دفتر مخی ته وچاوه.

د ځانمرگی برید کونکي درې نور ملګري چې وسلې ورسره وې دفتر ته ننوتل او د دفتر د امنیتی ساتونکو سره یې نږدی د یو ساعت لپاره جګړه وکړه.
خو د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې د بریدکوونکو شمیر ۵ تنه ښودلی دی.


پولیس وایي چې دغه لوژستیکي شرکت په افغانستان کې میشتو ناتوځواکونو ته خواړه برابرول. جنرال سالنګي وایي چې په دې برید کې د څلورو بریدکوونکو د وژل کېدو سربیره ددغه شرکت دوه افغان ډرایوران او ۴ نیپالي ساتونکي هم وژل شوي دي.

خو سالنګي بیا وروسته خبریالانو ته په برید کې ددغه بهرني لوژستیکي شرکت د یوه افغان ساتونکي وژل کېدل هم تاید کړل.

د پیښې عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دوی له برید وروسته یو شمیر ټپیان لیدلي چې د هغوی د خپلوانو له خوا روغتون ته لیږدول کیدل. خو سالنګي ددې پیښی د ټپیانو شمیر تر ۵ تنو پوری ښودلی دی.

طالبانو ددی پیښې مسولیت په غاړه اخستی دی . دطالبانو یو نطاق ذبیح الله مجاهد په کابل کی رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ادعا کړې چې پدې برید کې یی د بهرنیانو یو مهم مرکز په نښه کړی او هغوی ته یی دروند زیان اړولی دی. خو مجاهد د بهرنیانو د مرکز نوم ندی اخستي.
XS
SM
MD
LG