د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر ولسمشر محمد مرسي د مصر د پوځ د لوی درستیز سره کتلي دي. پوځ هغه ته د چهارشنبې تر ورځې پورې وخت ورکړی دی چې د مخالفینو سره خپل اختلافات حل کړي.

د مصر ولسمشر د پوځ د لوی درسیتز سره داسي مهال ګوري چې مخالفین، چې د قاهري د تحریر په څلورلارې کې راټول شوي، د هغه د استعفی غوښتنه کوي.

د مصر د ولسمشرۍ دفتر د ټویټر له لارې د ولسمشر او لوی درستیز د ملاقات یو انځور خپور کړی دی.

د مصر پوځ ښاغلي مرسي ته د چهارشنبې تر ورځې پورې وخت ورکړی دی چې د خپلو مخالفینو سره دې خپل اختلافات حل کړي.

پوځ وايي چې که چیري ولسمشر ناکامه شو چې د دوی غوښتنه ومني، نو دوی به د مصر لپاره خپله سیاسي تګلاره وټاکي. خو د مصر ولسمشر بیا د مصر د پوځ لخوا ورکړل شوی مهلت رد کړی دی.

د سې شنبې په ورځ د اخوان المسلمین د ګوند یو لوړرتبه مشر عصام العريان د مصر په پوځ انتقاد وکړ.

عصام العریان وویل: «د مصر د پوځ په ورستي بیان کې اشتباهات شته. دوی غوښتل چې کراري راولي او د خطرناکو پیښو مخنوی وکړي. که څه هم دغه په ځینو سیمو کې درست کار وکړ، خو یوه لویه اشتباه [پوځ] په خپل بیان کې وکړه. په بیان کې د اساسي قانون یا قانون لفظ نه دی استعمال شوی چې دغه بیا داسي انګیرل کیدای شي چې د مصر پوځ د اساسي قانون او قانونینو نه لوړ دی.»

د محمد مرسي پلویانو بیا د قاهرې په مرکزي برخې کې د یوه جومات مخې ته خیمې درولې دي او ژمنه یې کړې ده چې د دوی په وینا د ممکنه پوځي کودتاه په خلاف به مقاومت وکړي.

مرسي دې د مخالفینو اندیښنو ته ځواب ووايي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د مصر د ولسمشر محمد مرسي نه غوښتې چې په مصر کې دې د مخالفو مظاهره چیانو اندیښنو ته ځواب ووايي.

په تیرو څو ورځو کې په مصر کې لویې مظاهرې شوې دي. زیاتره مظاهرې چې د مخالفینو لخوا تنظم شوي د ښاغلي مرسي د استعفی غوښتنه کوي.

په ځینو سیمو کې د مظاهرو په جریان کې د تشدد پیښې هم شوي دي. د تشدد په پيښو کې ۱۶ کسه ووژل شوي دي.

سپینه مانۍ وايي چې ولسمشر اوباما ښاغلي مرسي ته خپله اندیښنه څرګنده کړې ده. هغه چې د مصر د ولسمشر مرسي سره په ټلفون خبرې کړي ويلي دي چې امریکا په مصر کې د دیموکراتیکي پروسې ملاټر کوي او د یوې ډلې او یا ګوند ملاټر نه کوي.

د مصرپوځ د دوشنبې په ورځ د مصر ولسمشر او مخالفو مشرانو ته د ۴۸ ساعتونو مهالت ورکړ چې د یو بل سره توافق ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG