د لاس رسي وړ اتصالات

"امریکا او روسیه د سوریې په اړه خبرو ته ژمن دي"


د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې امریکا او روسیه د سوریې د بحران ختمولو او په سوریې کې د انتقالي حکومت جوړولو ته ژمن دي او په دې اړه ډیر جدي دي.

خو ښاغلي کیري دا هم وايي چې روسیه او امریکا د سوریې په سر د یو بل سره ژور اختلافات لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سې شنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف سره د آسیان د غونډې په جریان کې چې په بروناي کې روانه ده وکتل او د سوریې په اړه یې خبرې وکړي.

روسیه او امریکا د سوریې د جګړې د ختمولو په لارو چارو د یو بل سره اختلافات لري

هغه وايي چې دواړو هیوادونه په دې سلا دي چې د سوریې په اړه ((هر څه ژرتره چې کیدای شي)) خبرې اترې پیل شي.

د امریکا او روسیې د هڅو هدف دا دی چې د سوریې حکومت او د بشارالاسد مخالفین سره راغونډ کړي تر څو په سوریې کې یو انتقالي حکومت جوړشي.

د دغه کنفرانس د جوړیدو په اړه پلانونه د مي په میاشتې کې پیل شوه خو د دغه کنفرانس نیټه څو ځلي کیږي چې ځندول کیږي.


نن په بروناي کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف سره د ملاقات نه ورسته، ښاغلي کیري وویل چې کیدای شي چې د سوریې د سولې کنفرانس د اګست د میاشتې په پای کې جوړ شي.

هغه په دې ټینګار وکړ چې د سوریې د ژغورلو لپاره یوازنۍ لاره د سولې خبرې اترې دي. هغه دا هم وویل چې دی او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې اتفاق لري چې د یوه هیواد په حیث د سوریې د ساتلو لپاره پوځي حل لاره نشته.

د سوریې په کورنۍ جکړې کې چې د څو کلنو راهیسي روانه ده شاووخوا یو لک کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG