د مصر قاضي القضات عدلي منصور نن د پنجشنبې په ورځ د دغه هیواد د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
ښاغلي منصور د ولسمشرۍ لوړه داسي مهال کړې ده چې یوه ورځ مخکې د مصر لومړی منتخب ولسمشرمحمد مرسي، چې په دیموکراتیکه توګه انتخاب شوی و، د پوځ لخوا د واک نه لیرې کړل شو.
د مصر قاضي القضات عدلي منصور د لوړې د مراسمو نه ورسته د هغو مظاهره چیانو ستاینه وکړه چې د محمد مرسي د استعفی غوښتنه یې کړې وه.
پرون د چهارشنبې په ورځ، د مصر د پوځ لوی درستیز عبدالفتاح السیسي په تلویزوني وینا کې وویل چې پوځ د مصر د خلګو غوښتنې په نظر کې نیسي او د دغه هیواد اساسي قانون لغوه کوي.
لوی درستیز السیسي د مصر لپاره خپل سیاسي پلان (Roadmap) هم اعلان کړ. په دغه پلان کې د موقت ولسمشر ټاکل، په اساسي قانون د غور لپاره د ځانګړې محکمې جوړول، د ملي پخلاینې لپاره د کمیټې جوړول او د پارلمان او ولسمشرۍ لپاره نوي انتخابات شامل دي.
د مصر د پوځ لوی درستیز ویلي دي چې د دغه پلان سره یې د دغه هیواد یو شمیر سیاسي ډلې موافقه لري.