د لاس رسي وړ اتصالات

آیا افغان حکومت د طالبانو سره خبرې کړې دي؟


آرشیف

آرشیف

زیبا خادم -- واشنګټن

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی او د دغه شورا د نړیوالو اړیکو مسول اسماعیل قاسمیار وايي چې مطبوعاتو د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر کرزي د سلاکار رنګین دادفر سپنتا د خبرو «سو تعبیر» کړی دی.

خو د افغانستان د مشرانو د جرګې استازی او په دې جرګه کې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون رئيس عارف الله پښتون بیا وايي چې هغه د ښاغلي سپنتا د څرګندونو سره موافق دی چې وايي تراوسه پورې افغان حکومت د طالبانو سره خبرې نه دې کړي.

مطبوعاتو ویلي وو چې ښاغلي سپنتا د ولسي جرګې عمومي غونډې ته ویلي چې د سولې په نامه کوم بهیر نه شته.

د شنبې په ورځ، ولسي جرګې د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر کرزي سلاکار او د سولي د عالي شورا د دارالانشا رئیس عمومي غونډې ته رابللي وو تر څو د طالبانو سره د خبرواترو په اړه د افغانستان د حکومت د دریځ په هکله ورته معلومات ورکړي.

دغه غونډه د تړلو دروازو تر شا وشوه. مطبوعاتو د ښاغلي ستانکزي له قوله ویلي دي چې افغان حکومت د طالبانو سره تماسونه نیولي دي.

خو ښاغلی قاسمیار وايي چې د سولې عالي شورا «هیڅ کله نه دې ویلي چې . . . په مستقیمه توګه یې [د طالبانو سره] رسما مذاکرات کړي دي.»

ښاغلي قاسمیار دغه خبرې د آشنا راډیو سره په مرکې کې کړې دي.


د افغانستان د مشرانو د جرګې استازی او په دې جرګه کې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون رئيس عارف الله پښتون وايي چې هغه د ښاغلي سپنتا د خبرو سره موافق دی. هغه وايي چې د سولې عالي شورا تر اوسه پورې کوم «دست آورد» نه لري او نه هم ولس ته د خپلو څو کلنو کاري راپور ورکولی شي.

عارف الله پښتون زیاتوي: «که چیري معصوم ستانکزی ورور وايي چې موږ د طالبانو د لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې کړې دي، دوی باید ولس ته ډاډ ورکړي او ورته ووايي چې موږ د سولې په خبرو کې دغه ګامونه اخستي دي او دغه لاس ته راوړنې لري.»

ښاغلی پښتون وايي چې دغه خبرې ولس په تشویش کې اچولی دی. هغه دا هم زیاتوي چې د ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ په جریان کې به مشکله وي چې د سولې خبرې وشي. که څه هم هغه وايي چې افغانان، هر څه ژرتره چې کیدای شي، د سولې راتګ ته لیواله دي.

هغه دغه خبرې د آشنا راډیو سره په مرکې کې وکړي.

XS
SM
MD
LG