د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په قطر کې خپل دفتر تړلی دی


په دوحې کې د طالبانو دفتر

په دوحې کې د طالبانو دفتر

طالبانو په قطر کې خپل دفتر تړلی دی. هغوی دغه کار د دې لپاره کړی دی چې د افغان حکومت په هغه شرط احتجاج وکړي چې وايي د طالبانو په دفتر باندې دې د «افغانستان د اسلامي امارت» لوحه نه وي.

دغه خبره د اسوشیټیډ پریس خبرې آژانس د یوه ډیپلومات او طالب چارواکي له خولې کړې ده.

دغه دواړو چارواکو د سې شنبې په ورځ ویلي دي چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر په موقته توګه تړلی دی. دغو چارواکو د خپلو نومونو د نه څرگندولو په شرط خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو دفتر څو اوونۍ مخکې پرانستل شو ترڅو د افغانستان په جگړې کې د ښکېلو بیلا بیلو خواوو تر مینځ خبرو ته لاره خلاصه شي. دغه دفتر په دې هدف جوړ شوی و چې طالبان یې د یوه ادرس په توگه وکاروي

د طالبانو چارواکي په ټلفوني مرکې کې اسوشیټیډ پریس ته ویلي دي «دوی [طالبان] په دوحې کې له خپلو کورونو څخه نه وځي او د هغه وخت نه چې د دفتر نه لوحه لیرې شوي او بیرغ کښته شوی دوی دفتر ته نه دې تللي.»

دغه طالب چارواکي دا هم ویلي دي چې طالبانو په کرزي او امریکا باندې د خبرو د نه کیدو پړه اچولې ده.

په سیمې کې یوه ډیپلومات چې په قطر کې د سولې خبرې د نږدې څاري وايي چې «د طالبانو سیاسي کمیسیون ټول نړیوالي غونډې ځنډولي دي او د دفتر نه هم کار نه اخلي.»

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د طالبانو په دفتر باندې په افغانستان کې د طالبانو د وخت د بیرغ د جګولو او د «افغانستان د اسلامي امارت» د لوحې په نصبولو باندې سخت اعتراض کړی و.

د طالبانو د دفتر د پرانستلو څخه یوه ورځ وروسته، افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه خبرې وځنډولې او دا یې وویل چې قطر ته به د سولې د عالي شورا پلاوی و نه لیږي.
XS
SM
MD
LG