د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او امریکا باید د منځ لاره خپله کړي


د هډسن د انستیتوت د سیاسي پوځي چارو د مرکز مشر، ریچارډ ویټز
د هډسن د انستیتوت د سیاسي پوځي چارو د مرکز مشر، ریچارډ ویټز
مطیع الله عابد -- واشنګټن

نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ په یوه مضمون کې، چې د دغه ورځپانې په ویبپانې باندې خپور شوی، لیکلي چې امریکا د افغانستان نه د خپلو ټولو عسکرو د رایستلو په پلان غور کوي.


په امریکا کې د هډسن د انستیتوت د سیاسي پوځي چارو د مرکز مشر ریچارډ وایټز وايي چې امریکا د افغانستان نه د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو په پلان ځکه غور کوي چې تر اوسه یې د افغانستان د دولت سره د امنیتي تړون په سر موافقه نه ده شوي.

دغه امریکايي کارپوه د آشنا راډیو سره په مرکې کې ویلي دي چې ترڅو چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک نه شي نو
امریکايي ځواکونه به په افغانستان کې ځانونه مصون و نه ګني او دغه ځواکونه نه غواړي چې پرته له کوم قانوني مصونیت نه دې په افغانستان کې پاته شي.

ولسمشر کرزي د امریکا سره د امنیتي تړون په اړه خبرې هغه وخت وځنډول شوې چې طالبانو په قطر کې په خپل دفتر کې د طالبانو د وخت بیرغ جګ کړ او په دغه دفتر یې د «افغانستان د اسلامي امارت» نوم پریښود.

امریکايي کارپوه ریچارډ ویټز وايي چې د افغانستان نه د ټولو امریکايي عسکرو وتل کیدای شي افغانستان د یو داسي حالت سره مخ کړي چې په
١٩٩٠ مو کلنو کې ورسره مخ و.

ښاغلی رچارډ وایټز وايی چې ښه خبره دا وه چې دواړو اړخونو د منځ یوه لاره غوره کړې وای تر څو یوه ته هم پکښې تاوان و نه رسیږي.

دغه امریکايي کارپوه دا هم وايي چې که امریکا د افغانستان نه خپل ټول عسکر راوباسي نو د افغانستان وضعیت به هم د عراق په شان شي چې دغه به د افغانستان په تاوان وي او په افغانستان کې به امنیتي وضعیت نور هم خراب کړي.

د امریکايي کارپوه ریچار ویټز سره د مطیع الله عابد مرکه
دلته اوریدلی شی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG