د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د سوریې یاغیانو کیمیاوي وسلې استعمال کړي


روسیې وايي ملګرو ملتونو ته یې یو سند سپارلی دی چې ښيي د سوریې یاغیانو کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي
روسیې وايي ملګرو ملتونو ته یې یو سند سپارلی دی چې ښيي د سوریې یاغیانو کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي
په ملګرو ملتونو کښې د روسیې سفیر وایي د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته یې په اتیا پاڼو کښې یو سند سپارلی چې ښیي د سوریې یاغیانو د مارچ په میاشت کښې د سوریې په شمال کښې کیمیاوي وسلې استعمال کړیدي.

د سوریې حکومت د مارچ په میاشت کښې د ملګرو ملتونو وغوښتل چې د هغې ادعا په اړه دې تحقیقات وکړي چې وایي یاغیانو د حلب په ښار کښې کیمیاوي وسلې استعمال کړیدي.

خو د سوریې د حکومت ددغو ادعا څخه وروسته برتانیې او فرانسې تور ولګاوه چې د سوریې حکومت د ملک په دریو سیمو کښې د کیماوي وسلو نه ګټه اخیستې ده.

د تحقیقاتو لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو کمیسون وټاکه خو د سوریې حکومت دغه کمیسون ته اجازه ورنکړه چې هلته دې ورشي ځکه هغوي غوښتل چې یوازې د خان العسل د سیمې پیښه دې وڅیړل شي.

خو په ملګرو ملتونو کښې د روسیې سفیر ویتالي چورکن پرون د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې روسي ماهرینو د خان العسل د سیمې نه نمونې اخیستې او هغه یې په روسیه کښې په هغو لابراتوارونو کښې معاینه کړي چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د ټولنې لخوا یې تصدیق شویدی.

د روسیې سفیر وايي: «د څیړنو په نتیجه کې دا ثابته شوه چې د خان العسل په سیمې کښې چې کوم مواد استعمال شوي و، هغه په کومې صنعتي فابریکې کښې نه و جوړ شوي. پدې وسلو کښې د سیرین په نامه مواد استعمال شوي وو. په تخینکي لحاظ چې سیرین معاینه شول، نو دا مالومه شوه چې هغه هم په فابریکې کې نه و تولید شوي.»

سرین یو ډول قوي مواد دي چې په کیماوي وسلو کښې ترېنه کاراخیستل کیږي.

ښاغلی چورکین یو ځل بیا پدې اړه داسې وایي:«د دې نه مالومیږي چې د خان العسل په سیمې کښې کیماوي وسلې وسله والو یاغیانو استعمال کړیدي.»

په ملګرو ملتونو کښې د روسیې استازي ویتالې چورکین همدارنګه وویل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته یې په اتیا پاڼو کښې عکسونه، فارملونه او چارټونه ورکړیدي چې د روسیې د څیړنو او ارزیابیو په اړه پکښې پوره مالومات ورکړل شویدي.

ښاغلی چورکین زیاته کړه چې دا مالومات به خپلو غربي ملګرو ته ولیږي.

فرانسې، بریتاینې او د امریکا متحده ایالاتو څو میاشتې وړاندې ویلي وو چې هیڅ داسې کومه نښه نښانه یې نه ده موندلي چې وښیي د سوریې وسله والو مخالفینو دې کیمیاوي وسلې استعمال کړي وي.
XS
SM
MD
LG