د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر د نوي حکومت د کابینې په جوړیدو کار روان دی


د مصر نوی ټاکل شوی صدر اعظم حازم الببلاوي د چارشنبې په ورځ د حکومت په نوې کابینې باندې کار کوي.

د مصر دولتي مطبوعات وایي داسې پلان هم شته چې غواړي د اخوان السملیمن ګوند او د نور اسلامپاله ګوند ته هم د ځینو څوکیو د ورکولو وړاندیز وشي.

د مصر دولتي تلویزیون د چارشنبې په ورځ د پوځ لخوا د نوي ټاکل شوي ولسمشر عدلي منصور او نوي صدراعظم حازم الببلاوي تصویرونه خپرول چې پکښې هغوي په هیواد کښې د قدرت د انتقال د پروسې په چټکوالي باندې کار کوي.

په اساسي قانون کښې اصلاحات او د پارلمان او جمهوري ریاست انتخاباتو کیدل هغه څه دي چې همدا اوس په مصر کښې پرې بحثونه کیږي.

خو اخوان السلمین او د نور ګوند دوه هغه ډلې دي چې د سیاسي قدرت دانتقال په پروسې باندې سخت انتقادونه کوي.

د اخوان المسلمین ګوند د نوي موقت حکومت جوړیدل رد کړیدي، او هم یې پدې حکومت کښې برخه اخیستل ندي منلي، هغوي غوښتنه لري چې پخوانی ولسمشر محمد مرسي دې بیرته د واک په ګدۍ کښینول شي.

د ملي ژغورنې جبهه چې په مصر کښې اصلي لیبرل ګوند دی، هم وایي چې دهغوي سره د قدرت د انتقال د پروسې په اړه مشوره نده شوې او د ځینو مشخصو عناصرو سره یې اختلاف هم څرګند کړیدی.

د تمارد تحریک چې تقریباً ټول غړي یې ځوانان دي، بیا وایي چې د هغوي سره هم سلا مشوره نده شوې او دواړو یې غوښتلي دي چې پدې پلان کښې دې یو څه تغیرات راشي.

د اخوان المسلمین د ګوند ویاند جهاد الحداد وایي چې نورو مسایلو تر منځ د باور مسله ډیره مهمه ده.

ښاغلي الحداد وايي: "همدا اوس هم چې مونږ او تاسو خبرې کوو، هغوي د ټول پلان په اړه ځیني وړاندیزونه لري. هغوي تر اوسه نه د پارلیمان او نه هم د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کومې نیټې اعلان کړی. نو څنګه به مونږ په هغوي باور او اعتماد وکړو."

په عین حال کښې مظاهره کوونکو په قاهرې کښې د شنه آسمان لاندې د روژې د لومړنۍ ورځې په مناسبت لمونځونه وکړل او هم یې همالته د پیشلمي ډوډۍ وخوړلې.

د محمد مرسیي یو تن طرفداره مظاهره کوونکی وایي هیله لري چې د روژې د مبارکې میاشتې له برکته به په هیواد کښې تشدد پآی ته ورسیږي.


هغه وايي: "دعا کوم چې د روژې د مبارکې میاشتې له برکته دې زمونږ د ولس د ټولو فرقو او قومونو تر منځ وفاداري او روغ نیتي راشي. او هغه څوک چې غلطۍ ترینه شویدي، پدې میاشت کښې دې کوښښ وکړي چې د خپلې دا غلطۍ اصلاح کړي. او هغه څوک چې د مصر پرمختګ نه غواړي، پدې اړه دې د سره غور وکړي."

د محمد ابراهیم په نامه د محمد مرسي یو بل طرفداره مظاهره کونکی بیا وایي چې خپلې مظاهرې به همداسې جاري ساتي.

هغه وايي: "دی وایي چې د خپلو ملګرو سره یو ځای به ټوله روژه خپلې مظاهرې جاري ساتي او تر هغه وخته به په همدې میداني کښې د شنه آسمان لاندې لمونځ کوي، روژه به ماتوي او پیشلمی به کوي تر څو پورې چې محمد مرسي بیرته پخپل مقام ټاکل شوی نه وي."

په عین حال کښې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د سه شنبې په ورځ ویلي چې امریکا د اخوان المسملین د ګوند سره په اړیکه کښې ده او د هغوي نه غوښتلي دي چې د قدرت په انتقال کښې دې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG