د لاس رسي وړ اتصالات

میکېن: امریکا د ټولو عسکرو په ایستلو غور نه کوي


نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا د افغانستان نه د خپلو ټولو عسکرو په ایستلو غور کوي.

نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکا د افغانستان نه د خپلو ټولو عسکرو په ایستلو غور کوي.

په واشنگټن کې د The Hill خپرونه د امریکا د مشرانو د جرګې د وسله والې جرگه گۍ د رئیس بک میکېن (Buck McKeon) له قوله وايي چې امریکا له افغانستان څخه په 2014 م کال کې د ټولو امریکايي عسکرو په ایستلو غور نه کوي.

د امریکا د مشرانو د جرګې د وسله والو چارو د جرګه ګۍ رئیس د The Hillخپرونې ته ویلي دي چې د ولسمشر اوباما ادارې ورته ډاډ ورکړی دی چې د افغانستان نه د ټولو ځواکونو په ایستلو باندې غور نه کوي.

ښاغلي میکېن زیاته کړې ده چې هغه ته ډاډ ورکړل شوی دی چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته امریکا د افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمنه ده او د ټولو ځواکونو ایستل به د افغانانو سره د امریکا د ژمنو خلاف کار وي.

نېوېارک ټاېمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د اوباما اداره په دې غور کوي چی د امرېکا ټول عسکر له افغانستان نه راوباسي ځکه چې د افغانستان له ولسمشر حآمد کرزي سره یې مناسبات مخ په خرابېدو دي.

د The Hill خپرونې د سه شنبې په ورځ ولیکل چې سپینه ماڼۍ وايي په دې برخه کې کومه فېصله نده شوې چې په افغانستان کې به د ۲۰۱۴ کال نه ورسته څومره عسکر پاتې شي. په دې توگه سپینې مآڼۍ د نېوېارک ټاېمز راپور رد کړ.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني ووېل: «... موږ وویل چې په 2014 م کال کې د ټولو عسکرو رااېستلو لاره، یانې د پوځي حضور د ختمولو لاره، موږ ته شپږ مېاشتې مخکې خلاصه وه. دا خبره سمه نه ده چې څوک له هغه وېدېويي کنفرانس نه دا مانا واخلي چې امرېکا به ټول عسکر راوباسي او خپل پوځي حضور به په افغانستان کې بیخي ختم کړي.»

د ولسمشر اوباما اداره اوس د افغانستان له حکومت سره د امنېتي تړون په اړه په بحث بوخته ده. خو د ولسمشر کرزي له خوا نه، تېره مېاشت په دوحه کې د طالبانو د نوي دفتر پرانیستلو په سر په غوسه کېدو له امله خبرې وځنډول شوي.

د امرېکا د مشرانو د جرګې د وسله والو چارو د جرگه گۍ رئېس بک میکېن د سه شنبی په ورځ وویل چې په بشپړه توگه د عسکرو د رایستلو مسله په افغانستان کې زموږ دریځ ته تاوان رسوي.

د The Hillخپرونه د ښاغلي میکېن له قوله دا هم وايي چې دغه کار به ملګرو هېوادونو ته د امریکا دریځ او اعتبار کمزوره کړي. هغه زیاته کړې ده چې دغه طالبانو ته جرئت ورکوي او زموږ د عسکرو روحیه کمزوره کوي.

د امرېکا د مشرانو د وسله والو چارو د جرگه گۍ نورو مشرانو هم د سه شنبی په ورځ د افغانستان نه د ټولو عسکرو د ایستلو په اړه د خپلو بدگومانیو څرگندونه وکړه.

د The Hillخپرونه په پای کې لیکي چې ناټو او امریکا دا پلان لري چې یو شمیر عسکر او پوځیان د سلاکارانو په نقش کې په افغانستان کې پرېږدي، او سر بېره پر دې د تروریزم خلاف عملیات هم پرمخ بوزي.
XS
SM
MD
LG