د لاس رسي وړ اتصالات

یو کندهاری عربستان ته پر بایسکل د سولې پیغام وړي


د کندهار یو اوسیدونکی غواړي پخپل هیواد کې دسولې او امن په هیله دسولې پیغام سعودي عربستان ته ورسوي .

کندهارچې په تیرو څوکالوکې په پرله پسې توګه د جګړې اونا امنیو شاهدپاته شوی اوس يې یواوسیدونکی په خپلو شخصي هڅوغواړي چی دامن په هیله دځمکي پرمخ ترټولوسپېڅلي ځای ته دسولي پیغام ورسوي .

د پاخه عمرلرونکی امیرمحمد پربایسکل باندي سفرکوي چي یوه نیمه میاشت به يې مزل دوام وکړي.

خوپه سوریه کې د روان تشدد له کبله به له ایران څخه وروسته دعراق له لاري سعودي عربستان ته ځان رسوي .

دی زیاتوي چې دیوه سترارمان لپاره دیاد اوږده سفرټول خطرونه ددې لپاره پرځان مني چي نوريې د هیواد میندي دخپلواولادونوغم ونه ويني.

امیرمحمدوايي چي پربایسکل يې د سفرلپاره خپله بشپړه تیاري نیولې ده .،،که زه سعودي عربستان ته ورسیدم له ټولوهغواسلامي هیوادنو څخه چې زه پکښې تېریږم بیاپه تیره دخادم الحرمین شریفين څخه به دا زما هیله وي ځکه له ډیره وخته ددې ارمان لرم اوزه یوعادي افغان یم اوپه هیچاپوري اړه نلرم. نه په حکومت اونه هم په بل چاپوري،، .

دی زیاتوي چي په هېواد کې يې دوامداره جګړې او ناامنیو د ژوند هره برخه زیانمنه کړې اوافغانان اوس تربل هرڅه لمړی امن ته اړتیا لري.

نوموړی وایي چي سعودي عربستان د ځمکي پرمخ ترټولو سپېڅلی ځای دی چي دمسلمانو مبارکه قبله اودحضرت سرورکائنات(ص)مبارکه روضه پکښې ده.

امیرمحمد د روژې دمبارکې میاشتي پر۱۵ ورځ خپل سفر د کندهارڅخه پیلوي چي ترسعودي عربستان پوري ٦٨٥٠ کيلو واټن په مخ کې ورته پروت دی .

نوموړی به خپل ليکلی دسولې پیغام دسعودي چارواکوته هم وسپاري اودیوه مشراسلامي هیوادپه توګه به دافغانانو هیله ورته ورسوي.

ممکن دا یوازي په امیرمحمدپوري تړلي احساسات ونه اوسي بلکي دډیرو په باور چي د ټولوعاموافغانانو دزړه غوښتنه ده چي په هیواد کې يې دوام داره سوله راشي .

عزیزالله پوپل – کندهار
XS
SM
MD
LG