د لاس رسي وړ اتصالات

قاضي وقاد: نواز شریف په خبرو کې مثبت نقش لوبولی شي


د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي چې د پاکستان صدراعظم نواز شریف د افغانستان د سولې په پروسې کې ګټور رول لوبولی شي.

ښاغلی وقاد وايي په افغانستان کې د سولې په پروسې کې «[د پاکستان] مثبت کردار د پاکستان لپاره حیات دی او د افغانستان لپاره هم حیاتي ارزښت لري.»

قاضي محمد امین وقاد وايي چې د پاکستان حکومت په طالبانو باندې د خپل نفوذ نه کار اخیستلی شي. هغه وايي چې د پاکستان اوسنی صدراعظم نواز شریف پخوا هم په افغانستان کې د مخالفو ډلو ترمنځ په خبرو کې مثبت رول لوبولی دی.

قاضي محمد امین وقاد د آشنا راډیو سره په مرکې کې وویل چې پاکستان په طالبانو باندې د خپل نفوذ نه کار اخیستلی شي. هغه زیاتوي چې دا خبره ځکه کوي چې د طالبانو ډله د پاکستان لخوا جوړه شوې ډله ده. هغه وايي: «د طالبانو ایجاد د بې نظیر [بوټو] په وخت کې د [نصیرالله] بابر ابتکار و.»

قاضي وقاد وايي چې نواز شریف پخوا هم په افغانستان کې د مخالفو ډلو ترمنځ د خبرو په برخې کې مثبت رول لوبولی و.

ښاغلی وقاد وايي چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې نواز شریف د برهان الدین رباني او ګلبدین حکمتیار ترمنځ په خبرو کې لوی نقش درلودای چې په نتیجه کې یې د مجاهدینو حکومت جوړ شو.

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي چې پاکستان کولای شي چې د پاکستاني علماوو او طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړي.

ښاغلی وقاد وايي چې سوله د دواړو هیوادونو اړتیا ده او د دواړو هیوادونو د ولسونو حق دی. هغه وايي چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو وظیفه دا ده چې د سولې د راوستلو لپاره اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG