په مکسیکو کې چارواکي وايي چې د مخدره موادو قاچاقبر مېګل انګیل تریوېنو یې د دوشنبې په ورځ نیولی دی.
میګل انګیل تریوېنو (Miguel Angel Trevino) چې د "Z-40" په نامه مشهور دی په مکسیکو کې د مخدره موادو د قاچاق د یوې بدنامې ډلې زیتاس مشر دی.
چارواکي زیاتوي چې دغه کس هغه مهال د نیوو لاریدو په سرحدي ښار کې ونیول شو چې یو پیک اپ ډوله موټر یې چلاوه.
د مکسیکو د حکومت یوه ویاند ویلي دي چې د مخدره موادو د دغه قاچاقبر سره یې دوه میلیونه ډالره نقدي پیسې او یو شمیر وسلې هم نیولي دي. د هغه سره یې ساتونکی او منشي هم نیول شوی دی.
تریوېنو چې ۴۰ کلن دی او د زیتاس په نامه د مخدره موادو د قاچاق د یوې ډلې مشر دی.
د تریوېنو نه مخکې هیرېبرتو لاسکانو (Heriberto Lazcano) د زیتاس د ډلې مشر و چې د مکسیکو د سمندري ځواکونو سره په نښتې کې مړ شو.
په تریوېنو باندې د یو شمیر جرمونو تورونه هم لګول شوي دي. په دغو جرمونو کې تښتول، وژل او شکنجه کول شامل دي.
د امریکا متحده ایالاتو د تریوېنو د نیولو لپاره د پنځه میلیونو ډالرو انعام ایښی و.