د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر په مظاهرو کې اووه کسه وژل شوي


په مصر کې چارواکي وايي چې د برایې شپې په نښتو کې لږترلږه اووه کسه وژل شوي او ۲۶۱ نور بیا ټپیان شوي دي. دغه نښتې د مصر د امنیتي ځواکونو او لیرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو ترمنځ شوې دي.

زیاتره نښتې د قاهرې په مرکزي سیمو کې وشوي. د لیرې کړل شوي ولسمشر مرسي پلویان د دې لپاره مظاهرې کوي چې غواړي مرسي ته دې بیرته واک ورکړل شي.

پولیسو د مظاهره چیانو خلاف د اوښکې بهوونکي ګاز نه کار اخیستی او مظاهره چیانو بیا په پولیسو د تیږو ګزارونه کول.

همداراز مظاهره چیانو د قاهرې د رمسیس څلورلاره او یو پل هم بند کړی و چې ورسته بیا امنیتي ځواکونو د اوښکې بهوونکي ګازو په زور مظاهره چیان د سیمې نه وایستل.

مظاهره چیان د احتجاج په توګه د قاهرې د نصر د ښار د رابعه العدویه د جومات نه دباندې راغونډ شوي او ناست وو.

د اخوان المسلمین د ګوند مشرانو ویلي دي چې دوی به خپلو مظاهرو ته نور هم زور ورکړي. د مصر په نورو سیمې کې هم مظاهرې شوي دي.
XS
SM
MD
LG