د لاس رسي وړ اتصالات

په ګردېز کې چاودنو ۱۵ کسه ټپیان کړي


پکتیا
پکتیا
ابراهیم رحیمي – خوست

د پکتيا په مرکز ګردېز کې د چهارشنبې په ورځ درې جلا بمي چاودنو لږترلږه پنځلس کسان ټپيان کړي. چارواکي وايي د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت خراب دی.

د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې دغه درې واړه چاودنې داسې مهال شوې چې ښاريان د روژې لپاره د سودا په اخيستلو بوخت وو.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون اشنا راډيو ته وويل، چې په دې درې واړه چاودنو کې لږترلږه پنځلس کسان ټپيان شوي دي، چې درې يې پوليس دي.

هغه زياته کړه، ټول ټپيان د پکتيا په ولايتي روغتون کې د درملنې لپاره انتقال شوي دي. په ټپیان کې د پوليسو او د يوه ملکي وګړي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

ښاغلی سمون وايي: «دوې چاودنې له غرمې مخکې شوې او يوه چاودنه له غرمې وروسته د پکتيا د تېرې باغ او د پوهنتون تر څنګ د عامه نظم پر پوليسو شوې ده. په هغه دوو چاودنو کې ټول ملکي وګړي ټپيان دي او په درېمه کې يې درې پوليس دي، چې حالت يې نازک ښودل شوی دی.»

د ګردېز د ملکي روغتون يو تن موظف ډاکټر بیا وايي روغتون ته یې له يادو شويو چاودنو وروسته ټول څوارلس ټپيان وروړل شوي، چې درې تن يې نظاميان او نور ملکيان دي. هغه زياته کړه، چې د دريو کسانو روغتيايي حالت ډیر خراب دی.

د پکتیکا د سروضې په ولسوالۍ کې جګړو مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتیکا د امنیې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدران وايي چې د پکتيکا په سروضه ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې درې پوليس او يو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيکا امنيې قوماندان اشنا راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو کمين نيولی و او کله چې پوليس له سيمې تېرېدل نو طالبانو پرې بريد وکړ، چې وروسته پوليسو هم ځوابي بريد کړی.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو پوليس ټپي شوی هم دی.

وسله والو طالبانو د پکتيا د مرکز ګردېز ښار د بمي چاودنو په اړه څه ندي ويلي، خو د پکتيکا د سروضې ولسوالۍ د بريد مسووليت يې منلی دی.

طالبانو همدارنګه ويلي، چې د پکتيا ولايت په يو شمېر اطرافي سيمو کې يې د پوليسو ځينې موټر د سړک غاړې په بمونو الوزولي او ګڼ شمېر پوليس يې وژلي دي. خو د پکتيا چارواکو دغه ادعا رده کړې ده.
XS
SM
MD
LG