د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې د القاعده شبکې مشهور قوماندان وژل شوی


)

)

په یمن کې د القاعدې څانګې منلي چې د یوې بې پېلوټه امرېکاېې الوتکې (بونگنې) په حملې کې یې مهم قوماندان وژل شوي دی

دعربو په ټاپو وزمې کې القاعدې نن په خپلې وېب پاڼې کی یوه وېدېو خپره کړېده چې د سعید الشهري د مرگ اعلان ېې پکښی کړی دی.

د یمن حکومت څو ځلې مخکې هم د القاعدې د دوهمې پوړۍ ددغه مشر وژل کېدل اعلان کړي وو. پروسږکال ېې دوه ځلې د هغه مرگ اعلان کړی وو.

سعېد الشهري چې د سعودي عربستان اوسېدونکی وو چې پنځه کلونه ېې په گوانتانامو کی د امرېکا په پوځي محبس کی تېری کړل او په ٢٠٠٧ مېلادي کال کی خوشې شو. په سعودي عربستان کې ېې د حکومت په ېوه تربېوي مرکز کې له سره سیاسي روزنه حاصله کړله خو بیا بېرته وتښتېده او په یمن کی راښکاره شو.

د امرېکا د دفاع د وزارت کوم پټ اسناد چې د وېکیلیکس انټرنېټي شبکې پروسږکال خپاره کړي وو، په هغې کې نوموړی د سعودي عربستان د کورني امنیت د قوې ېو پخوانی منصبدار ښودل شوی وو، وروسته یې ځان د القاعدې سره ملگری کړ او د اېران په لاره د جنگ په خاطر افغانستان ته ورسېده.
XS
SM
MD
LG