د لاس رسي وړ اتصالات

"د سولې خبرې دې بیرته پيل شي"


د افغانستان مدنې ټولنه وايي چې افغانستان د نړیوالي ټولنې ملاټر ته اړتیا لري او په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره باید چې د افغانستان او نړیوالي ټولنې ترمنځ اړیکې ښې وي.

دغه ټولنه دا هم وايي چې د سولې خبرې دې بیرته ژر پیل شي. د مدنې ټولنې دغه ډله افغان حکومت په دې ملامتوي چې د نړیوالي ټولنې سره یې د اړیکو په ښه کولو کې جدي ګامونه نه دې اخیستي.

دغه ډله نړیواله ټولنه هم ګرموي چې د دغه ډلې په وینا د افغانستان په اړه بهانې جوړوي.

د افغانستان د مدنې ټولنې غړی داکتر حبیب الرحمان ننګ وایي افغانان له نړیوالي تولنې سره د خپل دولت د دا راز ټکنیو اړیکو په اړوند ناهیلي دي.

ښاغلی ننګ وايي: «ملت یو څه ناهیلی دی، داسي فکر کوي چې کیدای شي نړیواله ټولنه د ۲۰۱۴ کال نه وروسته افغانستان یواځې پریږدي. او، هغه څه بیا تکرار شي چې پخوا شوي وو. اوس د افغانستان نظام د نړیوالي ټولنې ملاتر ته اړتیا لري نو باید ورسره ښه او صمیمانه روابط ولري چې خلک د راتلونکي په باب ډاده شي. دا راز مسایل حتا په ټاکنو هم تاثیرات لري او کیدای شي عامه روحیه ضعیفه کړي.»

د افغانستان د مدنې ټولنې د ډلې مشر محمد نعیم نظري په دی باور دی چی افغان دولت باید له نړیوالي تولنې سره خپلو اړیکو ته ښه او ژوره پاملرنه وکړي.

ښاغلی نظري وايي چې اوس چې نړیواله ټولنه د افغانستان چارو ته پام کوي نو دغه د افغانستان د پرمختګ لپاره یو ښه فرصت دی.


ښاغلی نظري وایي د افغانستان مدنې ټولنه له امریکا سره د امنیتی تړون لاسلیکول غواړي. هغه وايي چې ټولنه یې د افغان ولسمشر نه غواړي دا کار دې ژر تر ژره وکړي. خو هغه وايي چې په دې شرط چې د افغانستان ملي ګټې خوندي وي.

د افغانستان مدنې ټولنه دا غوښتنه هم کوي چې د سولې په اړه دې د خبرو په اړوند ټول معلومات د افغانانو سره شریک کړی شي.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG