د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د مرسي پلویانو بیا مظاهرې وکړي


په مصر کې په زرګونو کسانو د لیرې کړل شوي ولسمشر مرسي په پلوي مظاهرې وکړي.
په مصر کې په زرګونو کسانو د لیرې کړل شوي ولسمشر مرسي په پلوي مظاهرې وکړي.
په مصر کې په زرګونو مظاهره چیان د جمعې په ورځ لارو کڅو ته راوتلي وو او لیرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي ته یې د قدرت د بیرته سپارلو غوښتنه کوله.

په قاهرې کې د محمد مرسي پلویان د رابعه العداویه د جومات نه دباندې راغونډ شوي او د هغه مخالفین بیا د تحریر په څلور لارې کې د راغونډیدو پلان جوړ کړی و.

د مظاهرو نه مخکې، د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور ژمنه وکړه چې «د امنیت لپاره به» د هغو کسانو خلاف «تر پایه» مبارزه وکړې چې غواړي په مصر کې ګډوډي راولي.

ښاغلي منصور د پنجشنبې په ورځ په خپلې وینا کې وویل چې مصر باید د هغو کسانو څخه خوندي شي چې غواړي «تشدد او وینې تویونه» دغه هیواد ته راولي.

هغه وویل: «زما وطنوالو، زه تاسو ته اطمینان درکوم چې وزیران او زه امنیت او ثبات ته ژمن یو . . . . موږ به په جدیت سره هغه کسانو ته سزا ورکړو چې بې ګناه خلګ وژني.»

د مصر پوځ د پنجشنبې په ورځ مظاهره چیانو ته خبرداری ورکړ چې د تشدد نه دې کار نه اخلي.

د لیرې کړل شوی ولسمشر محمد مرسي د پلویانو غوښتنه دا ده چې هغه ته دې بیرته قدرت ورکړل شي.

د قاهرې د پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی استاد صلاح الدین سلطان وايي:


«اوسنی حکومت د کودتا په واسطه راغلی حکومت دی. بل شی نه، بلکه د کودتا له لارې راغلی حکومت دی. موږ ته د عدلي منصور خبرې ارزښت نه لري. موږ باید دلته د خلګو د پاڅون خبرونه ولرو، نه د کودتا په اړه خبرونه. د خلګو خبرې، نه د ټانکونو خبرې چې په ذریعه یې عدلي منصور قدرت ته ورسیدی.»

د اخوان المسلمین ګوند، چې مرسي هم د دغه ګوند سره تړاو لري، ښاغلي منصور د مصر د ولسمشر په توګه نه مني. دغه ګوند د دې نه انکار کړی چې د پوځ لخوا په طرح شوي انتقالي پروسې کې برخه واخلي.

د اخوان المسلمین اسلامپاله ډله دا هڅه کوي چې د مظاهرو او احتجاجي ناستو په ذریعه په پوځ او موقتي ادارې باندې خپل فشار وساتي.

په مصر کې مظاهرې تر ډیره سوله ییزې دي خو بیا هم په لسګونو کسان د پولیسو او مظاهره چیانو او د مظاهره چیانو د مخالفو ډلو ترمنځ په نښتو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG