پاکستاني چارواکي وايي چې د کراچۍ په ښار کې دوو جلا چاودنو لږترلږه دوه کسه وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.
لومړۍ چاودنه د شنبې په ورځ وشوه. د دغې چاودنې هدف یو حکومتي لوړ رتبه چارواکی د عیسی نګري په سیمې کې و.
چاودنه هغه مهال وشوه چې د ښاروالۍ د کمیشنر موټر تیریدی. پولیس وايي چې بم په موټر سایکل کې ځای پرځای شوی و او په دغه چاودنې کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
دوهمه چاودنه بیا د استوګنې د ودانۍ په درېیم پوړ کې وشوه. په دغه چاودنې کې دوه کسه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
تراوسه پورې د دغو چاودنو مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.