د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې طالبانو د ولسوال ورور او ۵ ساتونکي وژلي


طالبانو د دوه منده د ولسوالۍ ښاروال او پنځه ساتونکي وژلي دي
طالبانو د دوه منده د ولسوالۍ ښاروال او پنځه ساتونکي وژلي دي
وسله والو طالبانو په خوست کې د سپیرې د ولسوالۍ د ولسوال پر کور بريد کړی. په دغه برید کې د ولسوال ورور او د هغه پنځه ساتونکي وژل شوي دي.

دغه وسله وال بريد د یکشنبې په ورځ شپږ نيمي بجې د خوست د مندوزيو ولسوالۍ د للمۍ په سيمه کې د سپېرې د ولسوال محمدعظيم پر کور شوی دی.

عيني شاهدان وايي، چې بريد کوونکي په کورولا موټر او موټر سايکل سپاره راغلل، د ولسوال کور ته ننوتل، د هغه ساتونکي يې چې ویده وو ووژل او وتښتيدل.

د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسول بريالي روان اشنا راډيو ته وويل، چې په دې پېښه کې د ولسوال محمدعظيم پنځه ساتونکي او د هغه يو ورور، چې د دوه منده د ولسوالۍ ښاروال هم و، وژل شوي دي.

«وسله وال کسان د ولسوال کور ته داخل شوي دي، بريد يې کړی دی. په دغه بريد کې د نوموړي پنځه تنه ساتونکي شهيدان شوي او يو د هغه ورور، چې د دوه منده ولسوالۍ برحاله ښاروال هم و، شيهد شوی دی. موږ دغه بريد په سختو ټکو سره غندو.»

بريالي روان وايي ولسوال ته په دې بريد کې زيان نه دی اوښتی.

پر ولسوال محمد عظیم څو ځلې مخکې هم طالبانو بريدونه کړي، خو ده ته پکې کوم زيان ندی اوښتی.

د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستی دی او ويلي دي، چې د بريد هدف ولسوال، د هغه ورور او د هغه ساتونکي وو.

هغه همدارنګه ويلي دي، چې د ولسوال پر کور يې بريد ندی کړی، بلکې د هغه کور ته نږدې په يوه باغ کې يې د کمين په ترڅ کې دغه کسان وژلي دي.

بل طرف د شنبې په ماښام د روژه ماتي پر مهال د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ په ښارګوټي کې د ملکي خلکو په منځ کې بمي چاودنه شوې ده. د يوه ماشوم په ګډون يې پنځه کسان وژلي او دوولس نور يې ټپيان کړي دي.

د پکتيا د والي روح الله سمون وايي، چې د چاودنې پر مهال د پېښې په ځای کې هيڅ نظامي کسان ندي ليدل شوي او د پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي.

که څه هم د دا ډول چاودنو مسووليت وسله وال طالبان پر غاړه اخلي، خو د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ د بريد په اړه يې څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG