د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په شمال کې یاغیانو د پرمختګ ادعا کړې


آرشیف: د سوریې یاغیان د حلب په ښار کې
آرشیف: د سوریې یاغیان د حلب په ښار کې
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله وايي چې یاغیانو د حلب د ښار نه دباندې د خان العسل کلی نیولی دی.

راپورونه وايي چې د خان العسل کلي ته نږدې خال خال ډزې اورېدل کیږي او د سوریې پوځ هم په سیمې کې هوايي بمبارۍ کړي دي.

د خان العسل د نیولو ادعا په داسي وخت کې شوې چې پرون د یکشنبې په ورځ دمشق ته نږدې په جګړو کې یاغیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خان العسل د حلب د ښار د کنټرولولو لپاره یوه مهمه جبهه ده.


دواړه یاغیان او د سوریې پوځ په یو بل باندې تورونه لګوي چې څو میاشتې مخکې یې د خان العسل په کلي کې د کیمیاوي وسلو نه کار اخیستی دی. د کیمیاوي وسلو د استعمال په نتیجه کې په دغه کلي کې شاووخوا ۳۰ کسه ووژل شول.

د سوریې په شمالي سیمو کې د یاغیانو د پرمختګونو په اړه راپورونه په داسی وخت کې ورکول کیږي چې د سوریې مرکز دمشق ته نږدې په جګړو کې یاغیانو ته ډیر تلفات اوښتي دي.

یوازې د دمشق ښار ته نږدې د عدرې په سیمې کې د یکشنبې د ورځې په نښتو کې ۴۹ کسان ووژل شول.

دغه نښتې هغه مهال پیل شوي چې یاغیانو
د سوریې حکومتي ځواکونو په کمین سره مخ شول.

همداراز، د سوریې د صدراعظم مرستیال قادري جمیل مسکو ته تللی او نن د دوشنبې په ورځ یې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.

لاوروف ویلي چې هیواد یې دې نتیجې ته رسیدلی دی چې د سوریې کورنۍ جګړه یوازې د مذاکراتو له لارې حل کیدای شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سوریې په حکومت او یاغیانو باندې غږ وکړ چې په ګډه دې د سوریې نه د «تروریستانو او سختدریزو» د شړلو لپاره کار وکړي.


تر اوسه پورې، د سوریې په جګړې کې ۱۰۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي. په دغه جګړې کې چې تر دوو کلنو نه ډیر وخت یې دوام موندلی دی په میلیونونو خلګ بې ځایه او یا هم مهاجر شوي دي.
XS
SM
MD
LG