د لاس رسي وړ اتصالات

په وردګو کې د ناټو درې عسکر وژل شوي دي


افغان چارواکي وايي چې د سې شنبې په ورځ د وردګو په ولایت کې په یوه چاودنه کې د ناټو د سازمان درې عسکر وژل شوي دي.

په یوه خپاره کړي بیان کې، ناټو د وردګو د ولایت پيښه تایید کړې ده. دغه سازمان ویلي دي چې د سړک د غاړې د بم په چاودنې کې یې درې عسکر وژل شوي دي.

د ناټو په بیان کې بیا د وژل شوو عسکرو د هویت په اړه څه نه دې ویل شوي.


په عین وخت کې، د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر وايي چې دی غواړي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون د اکتوبر تر میاشتې پورې لاسلیک شي.

دغه تړون به په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته د امریکايي عسکرو حضور واضح کړي.


د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر، جنرال مارتین ډیمپسي پرون د دوشنبې په ورځ وویل چې د امنیتي تړون په اړه موافقه به راتلونکي عیسوي کال ته د نړیوالو ځواکونو د وتلو مخکې د دغه پلان عملي کول «واضح او یقیني» کړي.

جنرال ډیمپسي دا هم ویلي دي چې هغه د افغانستان نه د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو ملاټر نه کوي. هغه دغه خبرې پرون د دوشنبې په ورځ په کابل کې کړې دي.

کابل ته په خپل سفر کې جنرال ډیمپسي د ولسمشر کرزي او نورو افغان پوځي مشرانو سره لیدلي دي.
XS
SM
MD
LG