د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د حزب الله په اړه د اروپا پرېکړه وغندله


اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ د حزب الله پوځي څانګه د تروریستي ډلې په توګه ونوموله

اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ د حزب الله پوځي څانګه د تروریستي ډلې په توګه ونوموله

اروپايي اتحادیې د لبنان د حزب الله د ډلې پوځي څانګه د تروریستي ډلو په لست کې شامله کړه. حزب الله او ایران بیا د اروپايي اتحادیې دغه پریکړه غندلې ده.

ایران د سې شنبې په ورځ وویل چې د حزب الله په اړه د اروپايي اتحادیې پریکړه «بې محاسبې» ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس عراقچي په تهران کې په یو خبرې کنفرانس کې وویل چې د اروپايي اتحادیې دغه پریکړه د اسراییلو د ګټو په اساس شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا هم ویلي دي چې د اروپايي اتحادیې دغه اقدام به په منځني ختیځ کې وضعیت لا پسې پيچلی کړي.

ایران په سیمې کې د حزب الله د ډلې یو له قوی متحدینو نه ګنل کیږي.

حزب الله بیا ویلي دي چې د اروپايي اتحادیې پریکړه «غلیمانه او غیرعادلانه ده او د کومو شواهدو او دلایلو نه بغیر شوې ده.»

امریکا او اسراییل د لبنان د حزب الله د ډلې د منزوي کولو لپاره په اروپايي اتحادیې فشار راوستی و.

خو داسي ښکاري چې په سوریې کې د حزب الله ښکیلتیا دې د دغې ډلې په اړه د اروپايي اتحادیې په نظر کې تغیر راوړی وي.


د بلغاریا ځانمرګی برید او د حزب الله په اړه بحث

اروپايي اتحادیې هغه مهال په تروریستي لست کې د حزب الله د پوځي څانګې د شاملولو په اړه غور پيل کړ چې په بلغاریا کې په اسراییلي سیلانیانو باندې ځانمرګی برید وشو.

په دغه برید کې چې یو کال مخکې شوی و، پنځه سیلانیان او د هغوی ډریور ووژل شول او په لسګونو نور بیا ټپیان شول. اروپا او اسراییلو د دغه برید ملامتي په حزب الله واچاوله.

په بروسل کې د اروپايي اتحادیې په غونډه کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر یو له هغو کسانو څخه وو چې غوښتنه یې کوله چې د حزب الله پوځي څانګه دې د یوې تروریستي ډلې په توګه ونومول شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ وویل:

«موږ باور لرو چې دا ډیره مهمه ده چې کله چې یو تروریستي برید په اروپا کې کیږي نو اروپایان ورته سخت او واضح ځواب ورکړي. [د تروریستي ډلې په توګه] نومونه به موږ ته دا آسانه کړي چې د تروریستي ګواښونو په مقابل کې ګډ کار وکړو او حزب الله او نورو ته په دې اړه واضح پیغام واستوو.»

د اروپايي اتحادیې ځینې غړي پخوا زړه نا زړه وو چې د حزب الله پوځي څانګه دې د تروریستي ډلې په توګه ونوموي.

خو داسي ښکاري چې په سوریې کې د حزب الله ښکیلتیا د دغې ډلې په اړه د نظر په بدلولو کې رول لوبولی وي.


د اروپايي اتحادیې د پریکړې اغیزې

یوازي د حزب الله پوځي څانګه د تروریستي ډلې په توګه نومول شوې ده چې په اساس به یې د دغې څانګې په مهمو غړو د سفر کولو بندیز ولګول شي او شتمنۍ به یې کنګل شي.

که څه هم بندیزونه د حزب الله په سیاسي څانګې باندې نه دې لګول شوي، خو لبنان مخکې لا خبرداری ورکړی و چې د اروپايي اتحادیې دغه ‌اقدام به لبنان لا نور هم بې ثباته کړي.

د لندن د سیټي د پوهنتون استاده، روزمېري هالیس وايي:

«اروپايي اتحادیه فکر کوي چې په سوریې کې د حزب الله ښکیلتیا، چې د ملاحظې وړ دی او د اسد په پلوي جګړې کې مهم نقش لري، لبنان به بې ثباته کړي. خو د دغه خلاف بیا دا دلیل راوړل کیدای شي چې په دغه اقدام سره به دوی په لبنان کې دننه [د مختلفو ډلو ترمنځ] اړیکې لا پيچلي کړي.»

روزمېري هالیس دا هم وايي چې دا به سخته وي چې د حزب الله د پوځي ځانګې او د دغې ډلې د نورو غړو ترمنځ دې روښانه توپیر وشي.

تر دې مخکې، د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې، هالند، اطریش او کاناډا حزب الله د تروریستي ډلې په توګه نومولې ده.

اسراییلي ولسمشر شیمون پریز د اروپايي اتحادیې د فیصلې هرکلی کړی دی: «دا حقیقت ډیر مهم او د مانا ډک دی چې په یوه خوله دغه فیصله شوې ده.»

د اروپايي اتحادیې د غړو هیوادونو وزیرانو د سوریې په اړه هم بحث کړی دی. خو دغه اتحادیې یاغیانو ته د وسلو د ورکولو په اړه څه نه دې ویلي.

اروپايي اتحادیې شاووخوا دوې میاشتې مخکې د سوریې یاغیانو ته د وسلو په استولو بندیز لیرې کړ.

XS
SM
MD
LG