د لاس رسي وړ اتصالات

دټولوامریکایي قواو وتل دطالبان ارمان دی


افغان ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د دفتر پرانیستو وروسته د امریکا سره په امنیتي تړون خبرې وځنډولې
افغان ولسمشر حامد کرزي د طالبانو د دفتر پرانیستو وروسته د امریکا سره په امنیتي تړون خبرې وځنډولې
د امریکا او هند د سیاسي چارو کمیټې د سه شنبې په ورځ امریکایي او هندي کارپوهان او د کانګریس درې غړي د افغانستان د راتلونکې په اړه د بحث لپاره راغونډل کړي وو.

د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر، ایډ رویس او د همدې جرګې یوه غړي ایلیوټ اینجل او د کانګریس یوه بل غړي جو کرالي دریو واړو د افغانستان د راتلونکې په اړه د هند او امریکا په ګډ لیدلوري او همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي اینجل وویل " په افغانستان او سیمې کې د امریکا او هند ګډ کار لا پای ته ندی رسیدلی. " هغه په افغانستان کښې د پاکستان په سیاست انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې "د طالبانو سره د خبرو وړاندې پکار و چې واشنګټن د هر ډول تفاهم لپاره سرې کرښې ټاکلې وای."

په عین حال کې بیا ښاغلي جو کرالي وویل د افغانستان د سولې خبرو سرنوشت باید چې د یوې ډلې په لاس کښې نه وي او نه دې هم افغانستان د یوې ډلې لخوا رهبري کیږي.

د هند لیدلوری

د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر کنوال سیبال پدې بحث کښې په افغانستان کښې د هند د سیاست په اصولو رڼا واچوله.
ښاغلي سیبال وویل"هند په دودیز لحاظ د افغانستان د پښتنو سره ښه راشه درشه پاللې ده او هغه انتقادونه یې هم بې بنسټه وبلل چې ګنې هند د شمالي ټلوالې ملاتړ کوي."

سیبال همدارنګه وویل " اکثره پراختیایي پروژې چې د هند په مالي ملاتړ په افغانستان کې پلي شویدي، هغه په پښتون میشتو سیمو کې دي، په تاریخي لحاظ د افغانستان سره زمونږ اړیکې د هندوکش نه وړاندې ندي تللي. "

د یوې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا نوي ډهلي د پوځي تجهیزاتو لپاره د افغان ولسمشر حامد کرزي غوښتنه منلې ده او که نه ، ښاغلي سیبل وویل " د افغانستان سره د هند مرستې د پوځي اړخ په پرتله ډیر اقتصادي اړخ لري، مونږ په تاریخي لحاظ په جګړه کښې ښکیلو هیوادونو ته پوځي مرستې نه ورکوو."
د هند دغه پخواني دیپلومات وویل " زما هیله داده چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته به د افغانستان هیڅ کومه برخه طالبانو ته ونه سپارل شي. "

د افغانستان نه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لیدل لوری

په بحث کښې د بروکنګز په څیړنیز انسټیټیوټ کښې جګپوړه مبصر مایکل اوهانلن او د هیرټج بنسټ څیړونکې میرمن لیزا کورټیس وویل چې " د صفر انتخاب" یا دافغانستان نه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع مطرح کول د امریکایي چارواکو یوه تیروتنه ده.

میرمن کورټیس وویل " د صفر انتخاب " د شک نه پرته په افغانستان کې د طالبانو هیله او ارمان دی.

کورټیس په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په پرانیستلو کښې د امریکا حکومت ګرم وګاڼه او ویې ویل چې " د کابل او واشنګټن تر منځ د بې اعتمادۍ فضا رامنځته کیدل د طالبانو او دافغان حکومت د رقیبانو په ګټه ده."

بل پلو بیا مایکل اوهانلن وایي " طالبانو تر اوسه په افغانستان کښې د دوو زرو نه زیات امریکایي عسکر وژلي دي او په همدې خاطر امریکا ته دا ندي پکار چې د خپلي جنګي ماموریت په پای ته رسولو سره هغوي ته امتیاز ورکړي. "

طالبانو ته امتیاز ورکول هغه موضوع ده چې یو شمیر افغانان یې د افغانستان د قلمرو تجیزیه کول هم ګڼي.

تمه کیده چې د امریکا او هند د سیاسي چارو پدې کمیټې کښې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس او د افغان ولسمشر سیاسي مخالف هم پدې بحث کښې وینا وکړي مګر د هغه پر ځای په هند کښې د افغانستان د سفیر مرستیال اشرف حیدري خبرې وکړې.

ښاغلي حیدری وویل افغان ولس پخپل هیواد کښې د امریکا د پوځیانو د سرښندونو پوروړي دي او زیاته یې کړه چې د هغوي دا قربانۍ بې ځایه ندي.
حیدري همدرانګه وویل " مونږ د امریکا د احسان پورې وړي یو چې ګام په ګام یې زمونږ سره مرستې کړیدي.

دغه افغان دیپلومات د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي حکومت د سیاست هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې د دواړو هیوادونو د اړیکو مزي به هم ټینګ شي.
XS
SM
MD
LG