د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهورریس کرزي په فرمان کوم بندیان خوشې شویدي؟


خوشي شوي بندیان
خوشي شوي بندیان
د جمهورریس کرزي په فرمان کوم بندیان خوشې شویدي؟

د افغانستان په خبري رسنیو کې راغلي چې د جمهورریس حامد کرزي په ٣٣ نمبر فرمان د افغانستان د ځینو زندانونو نه د ٥٠٠ نه ذیات بندیان خوشې شویدي. دغه رسنۍ دا هم وايي چې دې بندیانو کې هغه ځان مرگي حمله کونکي هم شامل دي چې په مختلفو وختونو کې افغان امنیتي قواو نیولي وو. دغه رسنۍ دا هم وايي چې دې نه علاوه د دولت د مخالفو وسله والو مهم کسان هم خوشې شو بندیانو پکې شامل دي.
خو کله چې په دې اړه د هلمند د والي د مرستیال ښاغلي مسعود احمد بختور نه پوښتنه وشوه نو هغه د امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل وویل چې دې فرمان له مخې یوازې د روژې د مبارکې میاشت په مناسبت هغو بندیانو ته آزادي ورکړل شوې چې یا په شک کې نیول شوي وو یا ېې د بند موده کمه پاتې وه او جرمونه ېې هم ډیر سخت نه دي.
د هلمند د زندان نه هم د سلو نه سلو نه ذیات بندیان خوشې شویدي.
ښاغلی بختور وايي چې دې خوشې شوو کسانو کې خطرناک کسان نشته او دوي ورته د خوشې کیدو نه پس یو اندازه نغدې پیسې هم ورکړیدي چې دوي بیرته د دولت خلاف جنگ ته لاړ نشي او خپل عادي ژوند پیل کړي.
د ښاغلي مسعود احمد بختور سره مرکه دلته اوریدی شئ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیمه لیکه
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG