د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسي وګړو په تلفاتو کې ۲۳ فیصده زیاتوالی راغلی


د یوناما ویانده نیلاب مبارز
د یوناما ویانده نیلاب مبارز
ملگري ملتونه وایي په افغانستان کې د ولسي وګړو په تلفاتو کی ٢٣ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ملګري ملتونه د افغانستان په جګړې کې د روان عیسوي کال په لومړیو شپــږو میاشتو کې د ولسي وګړو د تالفاتو په اړه د چهارشنبې په ورځ خپل راپور خپور کړ.

د ولسي وګړو د تلفاتو په اړه په دغه راپور کې ویل شوي دي چې د افغانستان په جګړې کې د تیر کال د لومړیو شپږو میاشتو نه د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۳ فیصده زیات ولسي وګړي وژل شوي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۱۹ ولسي وګړي وژل شوي دي او ۲۵۳۳ نور بیا ټپيان شوي دي.

دغه ارقام ښيي چې د ۲۰۱۲ کال د لومړیو شپږو میاشتو نه د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وژل شوو کسانو شمیر ۱۴ فیصده زیات شوی او د ټپیان شمیر بیا ۲۸ فیصده ډیر شوی دی.

یوناما وايي چې د مرګ ژوبلې کچه، چې تیر کال راکمه شوې وه، سږ کال بیرته ډیره شوې او د ۲۰۱۱ کال حد ته رسیدلې ده.

د افغانستان په جګړې کې د ملکيانو د تلفاتو په اړه په راپور کې راغلي دي چې په سلو کې ۷۴ تلفات د یاغیانو په بریدونو کې پیښ شویدي.

نهه فیصده تلفات د حکومت پلوو ځواکونو له لاسه او ۱۲ فیصده بیا په مخامخ جګړې کې پیښ شویدی.


د افغانستان لپاره د امنيت مرستندويه نړيوال ځواکونه یا ایساف د یوناما په راپور کې ورکړل شوي ارقام نه مني. د چهارشنبې په ورځ، ایساف په یو لیکلي بیان کې ویلي دي چې د سږکال د ټولو تلفاتو٩٠ فیصده د یاغیانو د لاسه پیښ شویدي.

نړیوال ایتلاف زیاتوي چې د ولسي افغانانو د ژوند ساتنه یو «مقدس مسولیت او اعتبار دی» چې دغه ایتلاف یی ډیرمهم گڼي.

په یو لیکلي بیان کې طالبانو هم ویلي دي چې د یوناما لخوا په خپور شوي راپور کې د مرګ ژوبلې ارقام ورته د منلو وړ نه دي.

د یوناما د بشري حقونو د دفتر ریسه جورجیت ګانون وايي چې په ۲۰۱۳ کال کې د افغان ښځو او ماشومانو د تلفات زیاتوالی د اندیښنې وړ خبره ده. هغې زیاته کړې ده چې په ۲۰۱۳ کال کې د ښځو او ماشومانو تلفات ۳۸ فیصده ډیر شوي دي.

ملګري ملتونه د هغه بریدونو د بندیدو غوښتنه کړې ده چې پکښې ولسي افغانان وژل کیږي. دغه سازمان وايي چې د ولسي وګړو قصدي او بې دریغه وژل د «بشري نړیوالو قوانینو نه سرغړونه ده او کیدای شي چې په جنګي جنایاتو کې وشمیرل شي.»
XS
SM
MD
LG