د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پاکستان ته ځي


U.S. Secretary of State John Kerry
U.S. Secretary of State John Kerry
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی جان کیري په یو مهم سفر پاکستان ته ور روان دی. هیله ده چې ښاغلی کیري د پاکستاني چارواکو سره د ستراتیژیکو مذاکراتو د عمل د بیرته پیل کولو ، د سیمې په حالاتو او دواړو ملکونو په اړیکو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت نطاق عزیز چودري د امریکا غږ ډیوه راډیو ته ویلي دي چې پاکستان به د ښاغلي کیري سره په لیدو کتو کې د پاکستان په خاوره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو مسله هم یاده کړي. هغه وايي چې دا حملې د پاکستان په زمکني تمامیت او خپلواکی یو تیری دی.

له دې سره سره به ښاغلي کېري او پاکستاني چارواکو تر مینځ په خبرو کې د پاکستان او امریکا تجارتي اړیکې، سرمایه گزاري او د انرژی مسلې هم یادې شي.
دا به د صدراعظم نواز شریف په مشرۍ د نوي ملکي حکومت جوړیدو نه پس د امریکا او پاکستان ترمنځ تر ټولو مهمه اړیکه ووسي

بلخوا د پاکستان صدر اعظم ميا محمد نواز شريف د چارشنبې په ورځ دپوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني سره ليدنه کړې ده. منابعې وائي په دې مهال دواړو مشرانو پاکستان ته دامريکا د بهرنیو چارو د وزير جان کيري دراتلونکې سفر په وخت د هغه سره دليدنو په ايجنډا غور کړى دى.

دواړو مشرانو په دې خبره موافقه کړې چې امريکا سره مذاکراتو کې دپاکستان پوځي او ملکي مشران يو ډول دريځ غوره کوي. داسې احتمال دی چې ښاغلي کيري به نن په ٣١ د اگست څه وخت اسلام اباد ته ورسيږي.

تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د جمهورریس خاص استازي جیمز ډوبین تیره ورځ کابل ته سفر کړیدی او وړمه شپه ېې له جمهورریس کرزی سره لیدلي. د افغانستان د دولتي مطبوعاتو او رسنیو د دفتر مشر صفت الله صحاف صافي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دې ملاقات کې په په افغانستان کې د سولې په پروسې او د امریکا او افغانستان په اړیکو خبرې شویدي.

ښاغلي صافی وویل چې په دغه ملاقات کې دواړو مشرانو د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک تړون په مهمو ټکو په تیره د امنیتي تړون په اړه خبرې کړیدي. د سولې پروسه او د افغانستان داخلي ثبات هم د خبرو په محتوا کې شامل و

د امریکاخاص استازی د کابل د سفر نه وروسته له پاکستاني چارواکو سره لیدو دپاره اسلام اباد ته تللی دی.
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG