د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي سناتوران وروستني ترهگریز گواښونه جدي گڼي


د امریکا د سنا د مجلس د استخباراتو د کمېټې لوړ پوړي سناتوران وایي په اسلامي نړۍ کې د امریکایی سفارتونو او قونسلگریو په وړاندې امنیتي گواښ په وروستیو کلونو کې تر ټولو جدي تهدید گڼل کیږی.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کابل کې یې خپل سفارت له موقتي بندولو وروسته بیرته پرانست. خو په منځني ختیځ او افریقا کې د امریکا د یو شمیر سفارتونه تړل د یوې بلې اونۍ لپاره هم تمدید شو. له دې سره سره چې په کابل کې د امریکا سفارت خپلې عادی دندې پیل کړي خو د سفارت بهر جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د سفارتونو د تړلو د پریکړې په هکله سناتور ساکس بي چامبلیس پرون وویل چې د استخباراتي سلا مشورې وروسته د اوباما اداره دیته اړ شوه چې د نړۍ په گوټ گوټ کې امریکایي مسافرینو او سیلانیانو ته د ځان ساتنې او احتیاط سپارښتنه وکړي او شاو خوا یو ویشت سفارتونه او قونسلگرۍ وتړي.

د مریلند دیموکرات سناتور وایي دا گواښ خورا جدي دی نو ځکه یی په وړاندې باید د جدیت څخه کار واخیستل شي.

مونږ داسې اطلاعات تر لاسه کړي چې په عربي شبه جزیره کې د القاعده د شبکې لوړ پوړي طراحان د یوه لوي برید په اړه خبری کوي.

د نیویارک څخه جمهوري غوښتونکی سناتور پیتر کینگ وایي، دا د خطر زنگ دی چې باید ویښ اوسو. هغه زیاتوي چې القاعده له هغه څه څخه چې د سپتمبر د یولسمې نه مخکې وه اوس له څو اړخونو قوي شوې او پراخه شوې ده او له مختلفو اړخونو څخه راځي. د هغه په وینا په عربي نړۍ کې د القاعده شبکه تر نورو ټولو خورا خطرناکه او وژونکې ده.
XS
SM
MD
LG