د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر موقت ولسمشر وايي نړیوالې هڅې ناکامه شوې دي


د جولای د درېیمې نه راپدیخوا د محمد مرسي پلویانو د هغه د لیرې کیدو خلاف مظاهرو ته دوام ورکړی.
د جولای د درېیمې نه راپدیخوا د محمد مرسي پلویانو د هغه د لیرې کیدو خلاف مظاهرو ته دوام ورکړی.
د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور وايي چې په مصر کې د نړیوالو د منځګړیتوب هڅې ناکامه شوې دي.هغه د خبرو د ناکامۍ پړه د اخوان المسلمین په ګوند باندې اچولې ده.

د مصر موقت حکومت د امریکايي سناتورانو هغه غوښتنو ته اعتنا نه ده کړې چې وايي ټول سیاسي بندیان دې خوشي شي او په مصر کې دې په ملي کچې خبرې اترې پیل شي

د لیرې کړل شوي ولسمشر محمد مرسي پلویان په دې تاکید کوي چې خبرې اترې به تر هغه چې مرسي ته بیرته واک نه وي سپارل شوی نتیجه ور نه کړي.

په مصر کې د محمد مرسي پلویانو، د جولای د درېیمې نیټې نه راپدیخوا چې محمد مرسي لیرې کړل شوی، مظاهرې کړي دي.

د سې شنبې په شپه هم په قاهرې کې په زرګونو کسان راټول شوي وو او مرسي ته د واک د بیرته سپارلو غوښتنه یې کوله. دوی شعارونه ورکول او د خپلو مشرانو احساساتي ویناوو ته یې غوږ نیولی و.

یو مظاهره کوونکی محمد احمد وايي:

«خبرې اترې ضروري دي، خو باید په دې اساس وشي چې ولسمشر مرسي ته بیرته واک ورکړل شي. . . . که چیري پارلمان او اساسي قانون بیرته اعاده نه شي نو خبرې اترې به و نه شي.»

مخالفین، چې پکښې د مصر پخوانی دیپلومات عمرو موسی هم شامل دی، وايي چې مرسي او د اخوان المسلمین ګوند ته د واک بیرته سپارل به مصر ته تاوان ورسوي. هغه وايي:

«آیا موږ کولای شو چې یو بل کال د عیني خلګو سره، د عیني خلګو سره چې بې کفایته دي، ګزاره وکړو. نو دغه اساسي پوښتنه ده او د ځواب په اړه یې هم ټول موافق یو. لوی اکثریت وايي چې موږ باید دغه کار و نه کړو، د خپل هیواد په خاطر.»

د مصر بحران او نړیوالې هڅې

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د سې شنبې په ورځ په مصر کې د تشدد د ختمولو غوښتنه وکړه.

ښاغلی بان کي مون د مصر پوځي مشرانو ته وویل چې د روغې جوړې پروسه دې پیل کړي.


په قاهرې کې امریکايي سناتورانو، لینزي ګرهم او جان مکین عیني خبره د مصر موقت حکومت ته وکړه.

ښاعلی مکین وویل چې دیموکراسي باید هر څه ژر چې وي بیرته اعاده شي.

سناتور مکین وویل:

«موږ د دې غوښتنه هم وکړه چې سیاسي بندیان دې خوشي شي. موږ په ملي کچه د خبرواترو غوښتنه هم وکړه. داسي ملي خبرې اترې چې ټولو ګوندونو، د اخوان المسلمین د ګوند په شمول، پکښې برخه ولري. په عین وخت کې موږ د اخوان المسلمین د ګوند نه هم دا تمه لرو چې د تشدد نه پرهیز وکړي.»

مصر او د امریکا مرستې

د نړۍ په کچه، اسراییلو نه ورسته، مصر دوهم هیواد دی چې امریکا ورسره ډیره مرسته کوي.

امریکا مصر ته د کاله یو نیم میلیارد ډالره ورکوي. خو د امریکا قوانین وايي چې په هر هیواد کې چې پوځيان کودتاه وکړي
باید مرستې ورسره و نه شي.

مصري چاروکو ته په خپلو خبرو کې، سناتور ګرهم هم دغه خبرې ته اشاره وکړه.

«دا زما هیله او خواهش دی چې موږ په دې قادر شو چې دغه ستونزه حل کړو، او په امریکا کې د هغو کسانو لپاره چې غواړي د مصر سره اړیکې پرې شي او مرستې دې ودرول شي، سناتور جان مکین وکړی شي چې ورته ووایي چې دا سمه نه ده او ضرورت یې نه شته.»

د مصر موقت حکومت د دې نه انکار کوي چې د واک نه د مرسي لیرې کیدو ته کودتا وویل شي.

د موقت حکومت چارواکي وايي چې مرسي د مصر خلګو لیرې کړی دی. پوځي چارواکي وايي چې دوی په مصر کې د سیاسي انتقال او انتخاباتو لپاره خپل پلان وړاندې کړی دی
XS
SM
MD
LG