د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي یو ځل بیا د طالبانو نه غوښتې چې سوله وکړي


ولسمشر حامد کرزي افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړې ده. هغه همداراز د طالبانو نه غوښتنه کړې ده چې د افغان حکومت سره دې سوله وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر لمونځ د ولسمشرۍ د مانۍ په جامع جومات کې ادا کړ.

ولسمشر کرزي افغانانو ته او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه. د اختر په مناسبت په خپلو خبرو کې، ښاغلي کرزي وویل چې د روژې په مبارکه میاشت کې هم افغانان د جګړو او چاودنو قرباني شوي دي.

ولسمشر کرزي پر طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ چې د جګړې نه لاس واخلي او خبرواترو ته دې تیار شي.

ښاغلي حامد کرزي وویل: « طالبان دې . . . خپل وړونه نه وژني.» هغه په قطر کې د طالبانو دفتر ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: « که په افغانستان کی دوی دفتر پرانستلی وای، بیرغ او لوحه یې پورته کړی وای هیچا به نه وای کښته کړی.»

ولسمشر کرزي طالبانو ته وویل چې «اوس هم فرصت شته، طالبان کولای شي چې د سولې د عالي شورا سره خبرې اترې په خپله خاوره کې وکړي.»

نن د پنج شنبې په ورځ، په کابل کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو. خو د ښار په واټونو کی د خلکو ګنه ګونه ډیره نه وه. د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکو هم د اختر په ورځ د سولی او ثبات د راتلو هیله څرګنده کړې ده.
XS
SM
MD
LG