د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د لاهور له قونسلگرۍ څخه ځینې کارکوونکي و ایتسل


Lahore consulate

Lahore consulate

د امریکا د باندنیو چارو وزارت امر کړی دی چې د پاکستان د لاهور ښار د قونسلګرۍ څخه دې ټول غیر عاجل امریکايي کارکوونکي ووځي ځکه مشخص ګواښ شوی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت یوې ویاندې میگان ګراګویس وویل چې یادشوی ګام یې د یو لړ احتیاطي اقداماتو په ترڅ کې وروسته له هغه نه اخیستی دی چې د امریکا د باندنیو چارو وزارت د لاهور د قونسلګرۍ په هکله د ترهګریز برید معلومات ترلاسه کړل.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت هم یوه بیانیه خپره کړه او ټولو امریکايي اتباعو ته یې خبرداری ورکړ. چې پاکستان ته دي ټول غیر عاجل سفرونه د امنیتي ملحوظاتو پر بنسټ لغوه کړي.

په یوې بیانیې کې چې پرون د پنجشنبې په ورځ خپره شوه د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویلي دي چې په پاکستان کې د څو بهرنیو او کورنیو تروریستي ډلو د حضور له کبله امریکايي اتباعو ته په ټول پاکستان کې ممکنه خطر متوجه دی.

په پاکستان کې د امریکا د سفارت ویاندې ګریګوریس وویل چې تر اوسه پوري ګواښ په محلي کچه موجود دی او معلومه نه ده چې د لاهور د قونسلګرۍ د تخلیې پریکړه د امریکا د باندنیو چارو د وزارت د هغې پریکړې سره کوم تړاو لري چې په لړ کې یې په مینځني ختيځ او افریقا کې د امریکا ۱۹ ډپیلوماتکي ماموریتونه وتړل شول که نه. د روانې اونۍ په پیل کې امریکا د یمن څخه خپل ډیپلوماتان راویستل.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت چې اکثره خپلو خلکو ته پاکستان ته د سفر څخه خبرداری ورکوي، پرون یوځلې بیا په ټول پاکستان کې د موجودو خطرونو څخه خبرادری تکرار کړ.

په پاکستان کې د پوځي هدفونو سره سره په ملکي، دولتي او بهرني هدفونه پرله پسې بریدونه ترسره شوي. په تېرو دوو ورځو کې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې کې په دوو جلا پېښو کې تر څلویښت زیات کسان ووژل شول او شا او خوا پنځوس کسان ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG