د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او روسیې د اړیکو خړ پړتیا


ولسمر اوباما وایي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا سنوډن ته د پناه ورکولو پریکړه، ددې دواړو هیوداونو ترمنځ د اختلافاتو یوازې یوه بیلگه ده.

بلخوا د دواړو هیوداونو د باندنیو چارو وزیران وایي دوی په یو شمیر مسایلو جدي اختلاف لري خو دواړه هیوادونه یي باید په گډه د حل لارې چارې ولټوي.

جمهور رئیس اوباما وویل د جمهور رئیس پوتین سره د ټاکل شوي لیدنې د پلان د فسخ کولو عمده دلیل په روسیه کي سنوډن ته د پناه ورکولو موضوع نه ده.

ښاغلي اوباما زیاته کړه چې د امریکا او روسیې اړیکې تل د همکاری او سیالۍ له امله تر فشار لاندې وي، خو په ځانگړي خبري کنفرانس کي یي دا هم وویل چې په تیرو څو میاشتو کي د سوریې او بشري حقونو د موضوعاتو په سر ډیر شوي اختلاف هغه د روسیې سره د اړیکو له سره سنجولو ته اړ کړ.

ښاغلي اوباما دا رد کړه چي گواکې د پوتین سره شخصاً دی ښې اړیکې نلري. هغه وویل دوی دواړو تل ډیرې سپینې او گټورې خبرې اترې کړي دي.




بلخوا د دواړو هیوادونو د باندنیو چارو وزیرانو په داسي حال کي په واشنگټن کي سره ولیدل چي د دفاع وزیران هم موجود وو.

ښاغلي کېري وویل د امریکا او روسیې کله گټې مشترکې وي او کله هم په ټکر کي.
"اوس فکر کوم چې دواړه ډیر واضح نظر لرو. سرگي لاروف او زه دواړه د هاکي سپورت پخواني لوبغاړي یو او موږ دواړه پوه یو چې د هاکي په څیر په دیپلوماسۍ کې هم کله کله ټکر رامینځته کیږي.

ښاغلي کېري زیاته کړه چي د اختلاف نظر ساحې معلومې دي، خو په دې یې ټینگار وکړ چي دواړه هیوادونه باید د مزائیلو د دفاعي سیستم، افغانستان، ایران، شمالي کوریا او سوریې په گډون د ستراتیژیکو موضوعاتو په اړه د پرمختگ لارې چارې ولټوي.

له دې لیږه موده پس د باندنیو چارو وزیر لاوروف د روسیې د سفارت په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل د سنوډن موضوع باید د دوی پر اړیکو تاثیر ونکړي.
XS
SM
MD
LG