په کابل کې د فوتسال د لوبو لړۍ چې د روژې په میاشت کې پیل شوې وه د اختر په شپه په داسې وخت کې پای ته روسیده چې لوبغاړو د بریاوو د لمانځلو ترڅنګ د اختر خوښي هم سره شریکه کړه.
تل ویل کیږي چې سپورت او ورزش د ننني ژوند یوه نه بیلدونکې برخه ده. خو د تاریخي اسنادو له مخې ورزش تل د انسان په ودې او پایښت کې ستر رول لوبولی دی.
د لومړني انسانانو ژوند دود ته په لنډې کتنې سره څرگندیږي چې د چاپیریال او د چاپیریال د ناخوالو پر ضد د مبارزې نه نیولې بیا د لرغونو اتلانو کیسو ته په کتو سره څرگندیږي چې سپورت او ورزش تل د بشر په ژوندانه کې ځانگړی ځای درلودلی دی.
د پخواني او لرغونو اتلانو لکه رستم او سحراب د نوم په اوریدو سره پوهیږو چې اتلولۍ او غښتلتیا د تاریخ په اوږدو کې څومره ارزښت او اعتبار در لودلی دی. لنډه داچې ورزش او سپورت تل د خوښیو او بریاوو د لمانځلو د مراسمو یوه برخه وه او ده. دا هم مه هیروئ چې نننی طبابت وایي ورزش د انسان روغتیا تضمینوي او یا مشهوره خبره چې سلیم عقل په سالم وجود کې وي. نو راځئ چې سپورت او ورزش د خپل ژوند یوه برخه او خپله بدني، فکري او روحي سټریا پرې رفع کړو.