د لاس رسي وړ اتصالات

موسی زی: په تړون کې باید د افغانستان ګټې خوندي وي.


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان حکومت یو ځل بیا خپل هغه دریځ تکرار کړی دی چې وايي دامریکا او افغانستان ترمنځ به امنیتي تړون هغه مهال لاسلیک شي چې په تړون کې د افغانستان ګټې خوندي وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي دغه خبره په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ د څرګندونو په ځواب کې کړې ده.

جنرال ډنفورډ پرون د اسوشیټیډ پریس د خبرې آژانس سره په مرکې کې ویلي و چې د امنیتي تړون لاسلیکیدل به د افغانانو او طالبانو ته واضح پیغام وي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د تړون د لاسلیکیدو وخت مهم نه دی بلکه دا مهمه ده چې په دغه تړون کې د افغانستان ګټې خوندي وي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی وايي: «یو اساسي دلیل چې امریکا تیاره ده چې دواړه اړخیزه موافقتنامه د افغانستان سره لاسلیک کړي. . . دا دی چې امریکا په افغانستان او سیمې کې خپلې ګټې لري. نو دغه موافقتنامه که لاسلیک کیږي نو د دواړو هیوادونو د ګټو په اساس باید وي.»

امریکايي جنرال جوزیف ډنفورډ پرون د اسوشیټیډ پرس د خبرې اژانس سره په مرکې کې ویلي و د امنیتي تړون لاسلیکیدل به دا واضح کړي چې نړیوال ټولنه -- د بهرنیو ځواکونو د وتلو نه ورسته -- د افغانستان ثبات ته ژمنه ده.

د ایساف عمومي قوماندان ویلي دي چې د دوو میاشتو نه راپدیخوا افغان ځواکونو په افغانستان کې د پوځي عملیاتو مشري په غاړه اخیستې ده او افغان ځواکونه د دې توان لري چې د یاغیانو په مقابل کې ودریږي.

جنرال ډنفورډ وویل: «زه دا تمه لرم چې د طالبانو د بریدونو په مقابل کې به افغان ځواکونه په کلکه ودریږي

د ایساف قوماندان دا هم زیاته کړه، چې ۲۰۱۴ کال نه ورسته به هم نړیوال ځواکونه د افغان ځواکونو ملاټر ته دوام ورکړي.

جنرال ډنفورډ وویل: «په لوژستکي برخې کې، د سړک د غاړې د بمونو د شنډولو په برخې کې، د استخباراتو په برخې کې او په داسي نورو ډیرو ساحو کې به موږ خپل ملاټر ته ادامه ورکړو

خو جنرال جوزیف ډنفورډ دا هم وايي چې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته به هم افغان ځواکونه، چې اوس یې شمیر ۳۵۲۰۰۰ ته رسیږي، روزنې او لارښوونې ته اړتیا لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند موسی زي وايي دي چې د امنیتي تړون په اړه رسمي خبرې په ټپه ولاړې دي. خو هغه زیاتوي چې د تړون په اړه غیر رسمي خبرې دوام لري.
XS
SM
MD
LG