د لاس رسي وړ اتصالات

د زورخانه یي ملي لوبډله آسیایي لوبو ته ځي


د افغانستان د زورخانه يي لوبو ملي لوبډله د آسیا د اتلولۍ څلورم پړاو سیالیو لپاره چمتوالی نیسي چې په نیپال کې ترسره کیږي.

د شپاړسو هیوادونو ترمنځ په دغو سیالیو کې د افغانستان د زور خانه يي لوبو لس کسیزه ډله ګډون کوي.

د زور خانه يي لوبو د فدراسیون چارواکي‌ وايي چې افغان لوبغاړو له تیرو دوو میاشتو راهیسې په کابل کې تمرینونه ترسره کړي او دغو سیالیو کې به په لوړ مورال سره برخه واخلي.

لوبغاړي وايي چې د افغان روزنکو لخوا یې په مسلکي توګه روزنې ترلاسه کړي او هیله من دي چې له دغو سیالیو ډک لاس هیواد ته راستانه شي.

د محمد آزاد په نوم یوه لوبغاړي آشنا ټلویزیون ته وویل چې دوی د گډون کوونکو هیوادونو پر وړاندې د یو پیاوړي سیال په توګه سیالي‌ ترسره کوي چې پخوا افغانستان په دغه راز سیالیو کې دویم او یا هم دریم مقامونه ګټلي دي.

د آسیايي هیوادونو ترمنځ د زور خانه يي لوبې په هرو دوه کالونو کې یو ځل ترسره کیږي چې په دریم پړاو کې چې په بنګلدیش کې ترسره شوې وې افغانستان د سرو زرو د یو مډال په ګډون اته د برونز مډالونه ګټلي وو.
د افغانستان د زور خانه يي لوبو د فدراسیون چارواکي وايي چې اوس مهال افغانستان د نړۍ په کچه په دریم او د آسیا په کچه په دویم مقام کې دی.

د یادولو وړ ده چې د زور خانه يي لوبه په کال دوه زره او څلورم میلادي کې په افغانستان کې پیل شوې چې اوس مهال په څلورو ولایتونو کې نږدې یو سلو دیرش تنه لوبغاړي دغه ورزش پرمخ وړي.

د زورخانه یي ملي لوبډله آسیایي لوبو ته ځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00
XS
SM
MD
LG