د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې بیړنی حالت اعلان شو


د مصر د روغتیا وزارت وايي چې د چهارشنبې د ورځې د تشدد په پيښو کې ۱۴۹ کسه وژل شوي دي.

تشدد هغه مهال پیل شو چې په قاهرې کې امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د شړلو لپاره اقدام وکړ. پولیسو د دغه کار لپاره د زرهدارو ګاډو او بلډوزرو نه کار واخیست.

احتجاج کوونکو ویلي دي چې د وژل شوو کسانو شمیر تر هغه څه چې د مصر حکومت وايي ډیر دی.

په مصر کې موقت حکومت د یوې میاشتې لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی. همداراز د مصر د پوځ نه هم غوښتل شوي دي چې د بیړنی حالت د نافذولو لپاره دې د کورنیو چارو د وزارت سره مرسته وکړي.

حکومت په قاهرې او د مصر په یو شمیر نورو ولایتونو کې د شپې لخوا په تلو راتلو بندیز لګولی دی.

د مصر موقت مرستیال ولسمشر محمد البرادعي هم استعفی وکړه. هغه وايي چې د هغو پریکړو مسولیت په غاړه نه شي اخیستلی چې هغه «ورسره موافق نه دی» او د دغسې پریکړو د «عواقبو» نه ویره لري.

د چهارشنبې د ورځې د وژل شوو کسانو د شمیر په اړه بیلابیل خبرونه ورکړل شوي دي.

د اخوان المسلمین ګوند وايي چې په زرګونو کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې داسي معلومیږي چې په سلګونو کسان وژل شوي او یا هم زخمي شوي دي.

د مصر د روغتیا وزارت بیا وايي چې د مصر په بیلابیلو برخو کې د چهارشنبې په ورځ لږترلږه ۱۴۹ کسان وژل شوي دي او تر ۱۴۰۰ نه ډیر کسان بیا ټپیان شوي دي.

عیني شاهدین او بهرني ژورنالستان راپور ورکوي چې امنیتي ځواکونو په قاهرې کې د مظاهره چیانو د شړلو لپاره ډزې کړې دي. په عین وخت کې د مصر پوځ داسي عکسونه خپاره کړي چې د مرسي پلویانو ښيي چې د پولیسو خلاف د وسلو نه کار اخلي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت وايي چې ځواکونو یې د اوښکې بهوونکي ګاز نه کار اخیستی دی او په مقابل کې د احتجاج کوونکو د ځای څخه په پولیسوباندې ډزې شوي دي.

په عین وخت کې پولیسو په لسګونو کسان، چې پکښې د اخوان المسلمین د ګوند مشران هم شامل دي، نیولي دي.
XS
SM
MD
LG