د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې د سولې لپاره مخامخ خبرې وشوي


Едінбург
Едінбург
د اسراییلو حکومت یوه ویډیو خپره کړې چې ښيي اسراییلي مرکچیان زیپي لېفني او اسحاق ملخو د فلسطیني مرکچي صائب عريقات سره روغبړ کوي.

اسراییلي او فلسطیني مرکچیانو
د چهارشنبې په ورځ ناوخته د بیت المقدس په یو نامعلوم ځای کې سره وکتل.

امریکايي مرکچي مارتین اینډک او په اسراییلو کې د امریکا سفیر مارتین شاپیرو هم پرون خبرو ته د تګ په مهال لیدل شوي دي.

د امریکا د سولې د انسټیټیوت کارپوهه لوسي کرتزر ایلنبوګن وايي، خبرې اترې چې د خلګو نه پټې وساتل شي د بریالیتوب چانس یې ډیر وي.

لوسي کرتزر ایلنبوګن وايي: «که چیرې تاسو فشارونه لیرې کړی ، که چیرې تاسو د خلګو نه یې لیرې وساتی، د خلګو د غټو توقعات نه یې لیرې وساتی، نو په حقیقت کې تاسو ټولو ډلو ته وخت ورکړی دی. . . چې د موضوعاتو په اړه جدي خبرې او پرمختګ وکړي.»

د خوشي شوو فلسطیني بندیانو کورنۍ خوشحاله دي.

اسراییلو ۲۶ فلسطیني بندیان خوشي کړل. دغه بندیان د خبرو د پیلیدو نه مخکې خوشي شول. په بندیانو کې ۱۵ تنه یې د غزې تړانګې ته او ۱۱ نور یې بیا لویدیځې غاړې ته انتقال شول. د لویدیځې غاړې یو اوسیدونکی، نهاد جندیه تنکی ځوان و چې زندان ته واچول شو.

هغه وايي: «زه ۱۶ کلن وم چې یې ونیولم. ما ۲۴ کاله په بند کې تیر کړل. په دغو ۲۴ کلنو کې زما هیله دا و چې یوه ورځ د خپلې کورنۍ سره یو ځای کښینم او د سهار چای وڅښم. نن زه تر بل هر کس خوشحاله یم، زما خوب رښتیا شو.»


د اسراییلو د رسمي معلوماتو په اساس ټول خوشي شوي ۲۶ بندیان د اسراییلیانو په وژلو کې لاس درلود او زیاتره دغه کسان د وژلو په تورونو محکومه شوي هم وو.

یو شمیر اسراییلیانو -- د حکومت د پلان په خلاف چې په ترڅ کې به یې په نهو میاشتو کې ۱۰۴ فلسطینی بندیان خوشی شي مظاهرې وکړي.

د چهارشنبې د ورځې د خبرو نه مخکې، اسراییلي الوتکو د غزې په تړانګه کې په دوو سیمو بریدونه وکړل. د اسراییلو پوځ وايي چې دغه کار یې د توغندیو د بریدونو په ځواب کې کړی دی چې د سې شنبې په ورځ د فلسطیني سیمو نه په د اسراییلو په سیمو باندې شوي وو.

د حماس د ډلې مشرانو بیا د سولې لپاره خبرې اترې رد کړي دي او په فلسطیني ولسمشر محمود عباس باندې یې انتقاد کړی دی چې اسراییلو ته یې امتیازات ورکړیدي.
XS
SM
MD
LG