د لاس رسي وړ اتصالات

هند او پاکستان تر مینځ تورونه او ځوابي تورونه ادامه لري


واشنګټن پوسټ: د افغانستان د جګړې ستونزه هندوستان، پاکستان او کشمیري دي
واشنګټن پوسټ: د افغانستان د جګړې ستونزه هندوستان، پاکستان او کشمیري دي
پاکستان د جمعې په ورځ تور ولگاوه چې د کشمیر په سرحدي سیمه باندې د هندي سرتیرو ډزې چې د روانې میاشتې له لومړیو څخه پیل شوي، لا نه دي ختمې شوی.

د پاکستان پوځ وایي په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او د څلورو سرتیرو په گډون دولس تنه ټپیان شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د هند د صدراعظم هغه اعلامیه رد کړه چې له پاکستان څخه یې غوښتي وو چې د هغو اسلامي سخت دریځو مخنیوی وکړي چې د پاکستان له خاورې څخه پر هند برید کوي.

هندي او پاکستاني مقامات د کشمیر په لانجمنه سیمه کې چې د څه دپاسه یوې لسیزې راهیسې په کې تر ډیره حده دوه اړخیز اوربند ټینگ و، یو بل د تاوتریخوالي د نوی لړۍ پر پیل کولو ملامتوي.

ټک او ټوک دوه اونۍ دمخه هغه وخت پیل شو کله چې نوي ډهلي تور ولگاوه چې د وسله والو اسلامپالو او پاکستاني سرتیرو یوه ډله د کشمیر د پونچ په لیرې پرتې ولسوالۍ کې د پوځ تر ولکې لاندې سرحدي خط څخه اوښتي او پنځه هندي عسکر یې وژلي دي.

اسلام آباد په پیښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي او پر ځای یې هند د دوو ملکیانو په وژنه او د اتو نورو په ټپي کولو تورن کړ او دا کار یې د هغوی په وینا ‏په لانجمنه سرحدي سیمه کې د کوم تحریکي عمل د کیدو پرته ډزو، په نامه وغنده.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د روانې اونۍ په پیل کې له هند وغوښتل چې په کشمیر کې د حالاتو د خړپړتیا او پراخیدو مخنیوی وکړي او دیپلوماسۍ ته موقع ورکړي چې اختلافات حل کړي.

د پنجشنبې په ورځ د هند صدراعظم من موهن سینگ وویل چې د پاکستان سره اړیکې یواځې هغه وخت ښه کیدای شي کله چې اسلام اباد پر هند باندې د سخت دریځو اسلام پالو د برید مخه ونیسي.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو ویاند اعزاز احمد چودري د پاکستان موقف داسې شرحه کړ.

«.. پاکستان د ډیر پخوا راهیسې دا دریځ لري چې د نړۍ په هر گوټ کې چې وي د ترهگرۍ لپاره یې له خاورې څخه استفاده ونه شي. مونږ په دې باور یو چې پاکستان پخپله د تروریزم قرباني دی او په مطلقه توگه له هغه سره علاقه نه لري. مونږ د یو هیواد په توگه هڅه کوو چې پر دغه گواښ بریالي شو، او اوسنی حکومت دې کار ته پوره متعهد دی، او د ترهگرۍ ضد یوې هر اړخیزې پالیسۍ د جوړولو په حال کې دی.»


پاکستان پخپله د څه دپاسه یوې لسیزې راهیسې د اسلامي سخت دریځو پر وړاندې په اوږدې جگړې کې ښکیل دی. سخت دریځو ډلو په پرله پسې ځانمرگو او نورو ترهگریزو بریدونو غبرگون ښودلی او د امنیتي قواو په گډون په زرگونو پاکستانیان یې وژلي دي.

یوه وروستنۍ خصوصي ترسره شوې سروې څرگندوي چې یواځې په تیرو درې میاشتو کې څه دپاسه ١٧٠٠ کسان د هیواد په گوټ گوټ کې په اویا ترسره شویو عمده ترهگریزو بریدونو کې مړه شوي دي.

چودري وایي، پاکستان په سیمه کې د سولې رامنځ ته کیدل غواړي او د هند سره له خړپړتیا پرته اړیکو په لټه کې دی.

«.. د پاکستان د صدراعظم او د هند د صدراعظم ترمنځ په راتلونکې میاشت کې د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په نیویارک کې پلان شوی لیدنه کتنه ښایي هغه موقع وي چې ممکن دا ټولې موضوعگانې طرحه شي. که دا ملاقات اوشي دا به یوه ښه او د هرکلي وړ موقع وي چې نه یواځې د کشمکش د کمولو په هکله بلکې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړي کولو په هکله هم خبرې وشي.»

د یادولو وړ دي چې نواز شریف د جون په میاشت کې د دریم ځل لپاره د پاکستان د صدراعظم توگه وټاکل شو او د پاکستان او هند د اړیکو د یو نوي پیل غږ یې وکړ. خو وروستنۍ پوځي شخړې په دواړو خواو کې هغه هڅې له گواښ سره مخامخ کوي چې د کشمیر په گډون د اوږدمهالو لانجو او کشمکش د حل په مقصد یو هر اړخیز دیالوگ له سره پیل شي.
XS
SM
MD
LG