د لاس رسي وړ اتصالات

پر افغانستان د هند او پاکستان د اندېښنو تاثیر


د امریکا متحده ایالات د هند او پاکستان ترمنځ مخ پر زیاتېدو اندېښنې له نږدې څخه څاري. په داسي حال کې چې په سیمه کې د امریکا تمرکز په ګاونډي هېواد افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر کمېدو دی، د چارو کارپوهان وايي چې واشنګټن د هند او پاکستان اړیکې هم له ډیر نږدې څخه تعقیبوي.

هندي او پاکستاني مقامات د کشمیر په لانجمنه سیمه کې چې د څه دپاسه یوې لسیزې راهیسې په کښې تر ډیره بریده دوه اړخیزه اوربند ټینګ و، یو بل د تاوتریخوالي د نوې لړۍ په پیل کولو ملامتوي.

پاکستان د جمعې په ورځ پر هند باندې تور ولګوی چې د کشمیر په سرحدي سیمه باندې، د هندي سرتیرو ډزې چې د روانې میاشتې د پیل څخه شروع شوي ، لا نه دي ختمې شوي. د پاکستان پوځ وایي په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او د څلورو سرتیرو په ګډون دولس تنه ټپیان شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند د لومړي وزیر هغه اعلامیه هم رد کړې چې وای پاکستان دي د هغو اسلامي سخت دریځو مخنیوی وکړي چې د پاکستان له خاورې څخه پر هند باندې برید کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ اندېښنې تیره اونۍ پیل شوې کله چې هند پر پاکستان باندې تور ولګوی چې د کشمیر په جنجالي سیمه کې یې د هند پنځه سرتیري وژلي دي. پاکستان د هند تورونه رد کړي دي.

د ویلسن د څیړنیز مرکز څخه رابرټ هدوې وايي چې د دواړو سیالو اټمي قدرتونو ترمنځ شخړې او اندېښنې نه یواځي د سیمې دپاره د اندېښنې وړ موضوع ده بلکې د امریکا د متحده ایالاتو دپاره هم د اندېښنې وړ موضوع ده. ،،ظاهراْ کله چې د دوو اټمي سیالو ترمنځ اندېښنې زیاتې سي نو دا په خپله د تشویش وړ خبره ده. په عین حال کې امریکا غواړي چې د افغانستان څخه د امکان ترحده په ډیر درنښت سره خپلې قواووې راوباسي. بناْ په سیمه کې نارام وضیعت د امریکا پر پلانونو باندې چې غواړي د افغانستان څخه قواووې وباسي هم تاثیر اچوي.،،

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د پیل راهیسې امریکا د پاکستان د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان همکاري په داسې حال کې چې امریکا د افغانستان څخه خپلې قواووې باسي هموغمره مهمه ده.

د ویلسن د څیړنیز مرکز څخه رابرټ هډوې وايي چې د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالی به په سیمه کې د امریکا پر پلانونو باندې هم اغیز ولري.،،واشنګټن غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله کې پاکستاني سرتیري د هغو افراطیانو مخه ونیسي چې په پاکستان کې ځالې لري او د هغه ځای څخه افغانستان ته ورځي او د ناټو پر ځواکونو باندې حملې کوي. که چیرې په کشمیر کې بحران رامنځ ته شي نو پاکستان به خپل سرتیري د خپل غربي سرحد څخه و شرقي سرحد ته انتقال کړي او دا کار به د افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر پلانونو باندې پرته له شک تاثیرواچوي.،،

د ویلو وړ ده چې پاکستان وايي چې د هغو عناصرو ځپلو ته ژمن دی چې په سیمه کې بې ثباتي رامنځ ته کوي. د لیزا کورتیس په شان د چارو کارپوهان وايي چې په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې خپل د ځواکونو شمیر کموي او خپلې قواووې راباسي د هند او پاکستان ترمنځ اندېښنو ته باید پاملرنه وشي. ،،هغه مسله چې زمونږ له ډلې څخه یې ځیني هڅه کوي چې مطرح یې کړي دا ده چې که آمریکا د افغانستان څخه خپل د ځواکونو په راایستلو کې د بیړې څخه کار واخلي ، شرایط په نظر کې ونه نیسي او افغان ملي امنیتي ځواکونو ونشي کړای چې د طالبانو په مقابل کې مقاومت وکړي، نو دا کار به د تشدد په اصطلاح اور ته لمن ووهي او د هند او پاکستان ترمنځ به اندېښنې زیاتې کړي.،،

د میرمن کورټیس په څېر د چارو کارپوهان په دې باور دي چې امریکا د پاکستان او هند سره ښې اړیکې لري او باید د اړیکو دغه ښه والی د روانو اندېښنو په رفعه کولو کې او نورمال حالت ته د اړیکو په راستنېدلو کې مرسته وکړي. نوموړې وايي چې نوې ډیلي او اسلام آباد ته اوس په کار ده چې د خپل مینځي اعتماد په رامنځ ته کولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ وضیعت بیرته آرامه کړي.
XS
SM
MD
LG