د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکایي عسکر محاکمه او د افغانانو غبرگون


AFGHAN - US SOLDIER

AFGHAN - US SOLDIER

هغه افغان کلیوال چې یو امریکایي سرتیري یې د کلي شپاړس تنه ملکی وگړي په ډله ییزه توگه وژلي وو، د هغه اعدام غواړي.

افغان کلیوال وايي د امریکا د پوځ پړک مشر رابرت بیلز ته چې په پوځي محکمې کې یې د شپاړسو افغان کلیوالو د پلان شویو وژنو تور منلای دی، باید د اعدام سزا واورول شي.

د امریکایی پړک مشر رابرت بیلز له خوا د وژل شویو شپاړسو افغان قربانیانو خپل خپلوان په دې اندیښمن دي چې هغه به د اعدام له سزا بچ کړای شي، نو په همدې خاطر پر چارواکو باندې غږ کوي چې هغه دې د مرگ په سزا محکوم کړي.

هغوي خپل آواز دمخه تر دې چې بیلز سبا ته د دوشنبې په ورځ بیا محکمې ته حاضر کړای شي، اوچت کړ.

د بیلز په اړه تیر کال داسې پریکړه وشوه چې ددې جنگي جرمونو په تړاو ورته د بند موده و ټاکل شي. هغه په تیر جون کې د پوځي دعوا وکیلانو سره د یوې معاملې په ترڅ کې د خپل جرم په منلو د اعدام د سزا څخه بچ کړای شو.

هغه اوس د عمر قید په سزا محکوم شوی دی خو پوځی قاضی به پریکړه کوي چې آیا هغه کله هم د مشروطې ازادۍ دپاره د شرایطو واجد گڼل کیدای شي او که نه؟

بل کلیوال حاجي سید جان چې د خپلې کورنۍ درې تنه غړي له لاسه ورکړي داسی وایي:

بیلز چې څلور ځلې په پوځي ماموریتونو عراق او افغانستان ته لیږل شوی دا یې هم منلې چې په کندهار کې یې د خپلې پوځي اډې څخه په وتلو په دوه کلیو کې د ملکي بی گناه وگړو په وژلو لاس پورې کړ.

د کلي مشر حاجي محمد وایي هغه باید په افغانستان کې محاکمه شوی وای.

دا د ویتنام د جگړې نه را وروسته د امریکایي سرتیرو په لاس د جنگي جرمونو تر ټولو خونړۍ پېښه ده چې د افغانستان او امریکا ترمنځ یی پر اړیکو هم منفي اغیزه شیندلې.

په کندهار کې د بشري حقونو دفتر د رابرت بیلز په هکله د امریکایي محکمې پریکړه ردوي او وایي د دوي استازو ته هم باید وخت او موقع ورکړ شوی وای چې پدې اړه یې خپل نظر او شواهد په ډاگه کړی وای.

د هغه د دفاع وکیل وایي بیلز چې د دوو ماشومانو پلار دی افغانستان ته تر تگ مخکې په سر ټپی شوی و او په هغه وخت کې د خونړیو پېښو نه وروسته تر سخت روحي فشار لاندې و.

XS
SM
MD
LG