د لاس رسي وړ اتصالات

زاهد: د مصر د ستونزې د حل لاره خبرې او مصالحه ده


د منځني ختیځ د چارو کارپوه محمد نور زاهد
د منځني ختیځ د چارو کارپوه محمد نور زاهد
د منځني ختیځ د چارو کارپوه محمد نور زاهد وايي چې د مصر د ستونزې د حل یوازنۍ لاره «خبرې او مصالحه ده.»

ښاغلي زاهد دغه خبره د اشنا تلویزون د همکار ایوب خاورین سره په مرکې کې کړې ده. هغه زیاته کړه چې وینه تویونه به په مصر کې وضعیت لا پسې خراب کړي.

محمد نور زاهد وايي چې د محمد مرسي د راپرځولو نه مخکې هم د اسلامپالو او غیر مذهبي ډلو ترمنځ اختلافات موجود وو.

ښاغلی زاهد زیاتوي چې په مصر کې د اوسني بحران پړه تر یو حده د اخوان المسلمین د ګوند په غاړه ده. هغه وايي چې د مرسي حکومت باید د نورو ډلو سره تفاهم کړی وای.

خو ښاغلی زاهد دا هم وايي چې مصریان خوشحاله نه دي او دوی فکر نه کاوه چې وضعیت به دغه سرحد ته ورسیږي .

د محمد نور زاهد سره د اشنا تلویزون مرکه دلته لیدلی شی.


د ښاغلي زاهد سره د ایوب خاورین مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:05 0:00
XS
SM
MD
LG