افغانانو د خپل هیواد د خپلواکی ۹۴ کلیزه ولمانځله. ولسمشر حامد کرزي د دفاع په وزارت کې د خپلواکۍ د شهیدانو په یادګاري څلي د ګلونو ګیډۍ کیښوده او د خپلواکۍ د ورځی په ویاړ یې افغانانو ته په خپل پیغام کې وویل:
« د استقلال د ورځې په ویاړ موږ افغانان یو ځل بیا یو له بله تعهد کوو چې په راتلونکې کې به هم له خپل دین، وطن او ناموس څخه د هر تیري کوونکي په وړاندی په میړانه، وحدت او ورورولۍ دفاع کوو، نو هر پردی دې پر افغانستان د حاکمیت خیال له سره وباسي.»
په داسې حال کې چې د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې افغانانو د خپلې خپلواکۍ ورځ د غونډو او جشنونو په جوړولو
ولمانځله، یوی ډلې ځوانانو په کابل ښار کې خپل جوړ کړي پست کارتونه په خلکو وویشل او ویل یې غواړو ځوانان دې ته وهڅوو چې د خپلواکۍ د ساتلو لپاره تل سرښیندنې ته تیار واوسي.
دغو ځوانانو چې په خپلو مخونو او لاسونو یې د هیواد بیرغونه انځور کړي وو، گیله من وو چې افغانان د خپلې خپلواکۍ د لمانځلو په برخه کې ډیره لیوالتیا نه ښیي.
خو په همدې حال کې د کابل ښار ډیر ځوانان له دغی ډلی لمانځونکو سره یو ځای کیدل بیرغونه یې ترلاسه کول او د خپلواکۍ ورځې په لمانځلو کې یې ګډون کاوه.
یو ګیله من ځوان وایي:
« زموږ نننی ستره ستونزه د هیواد د آزادۍ په اړه د یو ژور احساس نه شتون دی او دې کار زموږ په هیواد کې د ګاونډیو د لاس وهنې زمینه برابره کړې ده. موږ د هیواد د آزادۍ د لمانځلو په هکله مسؤلیت لرو.»
خو بریالی سعیدی هغه ځوان دی چې د استقلال ورځ یې د پغمان له ولسوالی نه بیا د کابل د دارالامان د تاریخی ماڼۍ پورې په منډې ولمانځله. هغه وایي:
« ما ځکه دا کار وکړ چی دغه منډه له تاریخي ځای نه پیل کړم او په یو تاریخي ځای کې یې ختمه کړم. دا زما د ملګري مشوره وه او د افغانستان بیرغ مې له هغه ځایه تر دارلامانه په منډه راوړ. د افغانستان هر وګړی دا کار کولای شي خو دا چې ما کړی ډیر خوشحال یم ځوانان باید یو له بله متحد واوسي څو آزاد هیواد ولرو.»
د جوزجان ولایت اوسیدونکی نصیر احمد وایي بریالی یې دغی منډی ته هڅولی دی
چی د اسقلال پیغام د هیواد په ګوټ ګوټ کی وطنوالو ته ورسوي.
دا ورځ په بلخ، ننګرهار، کندهار، پکتیکا او نورو ولایتونو کې هم د وړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه خو د بلخ ولایت چارواکي له دولت نه ګیله من دي چې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په اړه یې بې غوري کړې ده.
په پکتیا او خوست ولايتونو کې د حکومت نظامي مسوولينو د رسم ګذشت، چارواکو او نورو مشرانو د ويناوو، د ښوونځيو زده کوونکو د ترانو او شعرونو په ويلو او ورزشکارانو د ورزشي نمايشونو په ترسره کولو سره دغه ورځ ونمانځله.
په افغانستان کې د امریکی او بریتانیی د سفیرانو په گډون د نړۍ یو شمیر مشرانو هم افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکۍ ویلی دي.