د لاس رسي وړ اتصالات

په مصري پولیسو خونړی برید شوی


 د دوشنبې په ورځ د قاهرې وضعیت نسبتاً ارامه وه.

د دوشنبې په ورځ د قاهرې وضعیت نسبتاً ارامه وه.

د مصر د سینا په سیمه کې وسله والو ٢۴ پولیس وژلي دي. د یوې اونۍ د خونړیو مظاهرو نه وروسته د دوشنبې په ورځ د قاهرې وضعیت نسبتاً ارامه وه.

د دوشنبې په ورځ د قاهرې په سړکونو یو ځل بیا د موټرو گڼه گوڼه وه او مصریانو دعادي ژوند د پیلولو هڅه کوله.

تیره اونۍ په خونړیو نښتو کې د سلگونو کسانو د وژل کیدو نه وروسته، مصریان یو ځل بیا د قاهرې سړکونو ته راوتلي وو او د عادي ژوند یو شمیر نښې تر سترگو کیدلې.

امنیتي ځواکونو اوس هم یو شمېر لارې تړلي دي، په ځانگړې توگه د تحریر په څلورلارې سخته پیره ولاړه ده.

د ښار د دوکانونو دروازې خلاصي وې. بانکونه هم د مراجعینو پر مخ دری ساعت خلاص وو.

خو د اکثریت مصریانو په اند روان سیاسي کړکیچ چټک حل نلري.

د قاهرې اوسیدونکی صالح محمد د هیواد پر امنیتي ارگانونو اعتماد لري خو د اخوان المسلمین پپر کړنو سخته نیوکه لري. هغه وایي:

"د مصر پوځ، نه یوازي سیسي، بلکې ټوله اردو د ولس د گټو دفاع کوي. د مرسي په څیر نه، هغه خو هیودا په اسرائیل او ترکیې پلورلی وو. اخوان المسلمین ولي داسي وکړل. حسني مبارک په دیرشو کلونو کي هغه کارونه نه وو کړي چي مرسي په یو کال کي وکړل."

د قاهرې اوسیدونکې ایمان وایي مظاهرو یي ژوند بې خوده کړی دی. هغه وایي: "د مصر وضعه ښه نه ده، موږ ویره لرو او ټول مصریان خپه دي. نه پوهیږو چي څه وکړو. ټوله ورځ تلویزیون ته ناست یو خبرونه گورو. کار نه کوو، د خپلو ماشومانو سره لوبې نه کوو، د ژوند خوند مو له منځه تللی."

د کلیساوو په نښه کیدل

د تیرې اونۍ په خونړیو پیښو کي یو بله موضوع په مصر کي د یو شمیر کلیساوو سوځونه او سپکاوی وو چې شا اوخوا لس فیصده مسیحي مذهبه مصریان یي خپه کړي دي.

مجدي عماد یو عیسوي دی او له اخوان المسلمین څخه گیله لري. ښاغلی عماد وایي: "په دې وروستیو ورځو کې په کلیساگانو، مسیحیانو او دولتي ادارو بریدونه وشول. زه نه پوهیږم چې اخوان المسلمین څه کوي؟ موږ صادقانه غوښتل چې له دوی سره په گډه ددې ملت خدمت وکړو او سوله ییزه حل لاره پیدا کړو خو متاسفانه داسي ونه شول."

اخوان المسلمین د یوې اعلامیې له لاري په کلیساگانو په بریدونو کې لاس درلودل رد کړل.

امریکا او نور هیوادونه د مصر له پوځه غوښتي چي ژر تر ژره د یوه داسي دیموکراتیک حکومت د جوړیدو زمینه مساعده کړې چې د ټولو مصریانو استازیتوب وکړي.


XS
SM
MD
LG