د لاس رسي وړ اتصالات

انتخاباتو ته پوره چمتوالی لرو، مجتبی پتنګ


د افغانستان د کورنيو چارو وزير مجتبی پتنګ خوست ولايت ته تللی و او هلته يې د دغه هېواد د راتلونکو انتخاباتو لپاره او د ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته يې پر امنيتي حالاتو خبرې کړې دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزير د دغه هېواد د راتلونکو کلونو د امنيتي حالاتو په اړه په خوست کې په هغه غونډه کې دغه څرګندونې وکړې، چې د دې ولايت د ستونزو د څېړلو او د يو شمېر نظامي افسرانو د تقديرولو په اړه جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د ټولو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې به په هر ډول شرايطو کې پوليس د ټولو انتخاباتي حوزو امنيت په خوندي ډول وساتي او دوی په دې برخه کې هيڅ راز تشويش نه لري.

ښاغلي مجتبی پتنګ همدارنګه وويل، چې اوس افغان امنيتي ځواکونه پياوړي شوي او د ناټو ځواکونو په وتلو سره د دغه هېواد د ساتنې او دفاع لپاره په پوره توګه چمتووالی لري.

" بايد موږ د انتخاباتو پوره امنيت وساتو. زمينه دېته مساعده کړو چې د افغانستان ټول خلک وکولای شي، چې په پراخو انتخاباتو کې هر هغه څوک، چې د دې وطن لپاره ښه شخصيت و، صداقت يې کړی، ښه اينده ورته غواړي او ښه ليد لور ورته لري، موږ به د امنيت زمينه مساعدوو ورته".

هغه زياته کړه " مخالفين به تاسو ته د يو څو دقيقو لپاره هغه ساحه ناامنه کوي، چې ته ونشې کولای له کوره ووځې او رايه ورکړې او يا کارت تر لاسه کړې. خو په هر ترتيب چې کېږي، پوليس به دې امنيت ساتي او تاسو به هم په امنيت کې برخه اخلئ او انتخاباتو کې به برخه اخلئ".

د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال پروسه
د امنيتي مسووليت د انتقال په تېرو څلورو پړاوونو کې د افغانستان د زياتره سيمو امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل شوی او دا مهال د دغه هېواد د ۸۵ فيصده خاورې ساتنه د دوی پر غاړه ده.

د کورنيو چارو وزير مجتبی پتنګ وايي، چې د امنيتي مسووليت د انتقال په تېرو مرحلو کې يې ټول نواقص په ګوته کړي او په راتلونکي پنځم او وروستي پړاو کې به ټول دغه نواقص او ستونزې نه تکرارېږي.

" دا درې څلور مرحلې په ډېره موفقانه ډول تېرې شوې. پنځمې مرحلې ته داخلېږو، چې موږ ټوله پلان ګذاري کړې ده. هغه نواقصات، چې په تېرو مرحلو کې مو لرل، هغه ټول موږ حل کړي دي، هغه به نه تکرارېږي".

هغه زياتوي " انشاالله چې ۲۰۱۴ ميلادي کال لکه څنګه چې اوازې او انګيزې دي، چې دغه کال به داسې خراب کال وي، چې د افغانستان په تاريخ به نه وي تېر شوی، خو برعکس زه د خدای ج په توفيق سره ويلای شم، چې ۲۰۱۴ کال به داسې کال وي، چې ستاسو د اميدونو غوټۍ به غوړېږي. او ۲۰۱۴ به ستاسو لپاره د سولې، امن او ثبات بېلګه به وي" .

ښاغلي مجتبی پتنګ هغه اندېښنې پر ځای ووبللې، چې د ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته د افغانستان د امنيتي حالت په اړه موجودې دي، خو ويې ويل، چې له هغه کال وروسته به د امنيت له لحاظه هيڅ راز ستونزې ونه لري.

هغه دغه راز وويل، چې که څه هم په تېرو دوو مياشتو کې افغان پوليسو او په مجموع کې ټولو امنيتي ځواکونو زيات تلفات ورکړي، خو ويې ويل، چې لاسته راوړنې يې هم زياتې وې.

د کورنيو چارو وزير همدارنګه پر خوست والي او امنيه قوماندان سربېره د اردو او پوليسو يو شمېر افسرانو ته مډالونه او تقديرنامې هم ورکړې او د هغوی کارونه يې وستايل.

هغه وويل، چې د خوست پر ولايت سربېره به د افغانستان د نورو ولايتونو د پوليسو د پياوړتيا او پر ښو او مډرنو وسلو او مهماتو د تجهيز لپاره له هر ډول ممکنه لارو چارو کار واخلي.
XS
SM
MD
LG