د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالجلیل: ځانمرگی «خارجی» و


د فراه د ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې د اګست په ۱۷نیټه ځانمرګی برید وشو چې ۳ پولیس پکښې ووژل شول.

د فراه د ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې د اګست په ۱۷نیټه ځانمرګی برید وشو چې ۳ پولیس پکښې ووژل شول.

د اګست په ۱۷ نیټه د فراه د بالابلوک د ولسوالۍ په یو کلینک باندې ځانمرګی برید وشو. د دغه برید هدف د فراه د ولایت د امنیتې پخوانی قوماندان عبدالجلیل بختور و. دی په برید کې بچ شو خو درې ساتونکي یې ووژل شول.

عبدالجلیل بختور په بالابلوک کې یو کلنیک جوړ کړی دی چې ناروغان ورته د تداوۍ دپاره ورځي.

هغه وايي چې دغه برید ورباندې طالبانو کړیدی او مخکې یې هم ورته د مرگ گواښونه کړي وو. ښاغلی بختور دغه خبره د زیبا خادم سره په مرکې کې کړې ده.

جنرال عبدالجلیل وايي چې دغه ځانمرگی افغان نه ښکاریدی. خو هغه وايي چې په سیمې کې چا ورسره همکاري کړې وه چې ځان یې دغه کلینیک ته رسولی و.

دا چې په عبدالجلیل بختور دغه برید ولې وشو او دی څنګه ترې بچ شو؟ د هغه بشپړه مرکه دلته واوری.

XS
SM
MD
LG