د لاس رسي وړ اتصالات

کیمیاوي وسلو په سوریه کې سل ګونه کسان وژلي


د سوریې د رژېم مخالف فعالېن واېې چې پاېتخت دمشق سره نژدې د حکومتي ځواکونو په تعرضي عملېاتو کی چې نن دچهارشنبې په ورځ ېې وکړل لږ تر لږه سل کسان وژل شوي دي. وېل کېږي چې چې بشار الاسد ته وفادارو ځواکونو په دغه ځای کې کېمېاوي وسلې استعمال کړېدي.

خو د سورېې رژېم د کېمېاوي وسلو د استعمال تورونه سمدستي رد کړل. دولتي رسنېو د پوځ له قوله په نوموړې سېمه کې د عملېاتو رېپوټ ورکړ او وېې وېل چې عسکرو د پوځ په وېنا ټرورېسټان ووژل. دا هغه اصطلاح ده چې د سورېې رژېم ېې معمولا د خپلو مخالفانو لپاره استعمالوي.

په سورېې کی د بشري حقوقو د څارنې موسسه چې مرکز ېې په لندن کی دی ، واېې چې د سورېې د ررژېم عسکرو دمشق ته څېرمه په ختېځې غوطې او لوېدېځې غوطې باندی د راکټونو ډزې وکړلې . په همدغې سېمې کې موجود مخالفان واېې چې عسکرو زهري گازونه استعمال کړيدي.

برېتانېې او عرب لېگ د سورېې په حکومت غږ کړې چې د ملگرو ملتونو مفتشانو ته چې همدا اوس په سورېه کی موجود دي، اجازه ورکړې چې نوموړي سېمې ته د پلټنو لپاره سفر وکړي او د کېمېاوي وسلو د استعمال په باب پلټنې وکړي.

د برېتانېې خارجه وزېر وېلېم هېگ ووېل چې دې د کېمېاوي وسلو د استعمال په اړه ډېر اندېښمن دی او که چېرې دا خبره ثابته شوله چې واقعا دمشق ته نژدی دمخالفانو پر خلاف په وروستۍ حملې کی د سورېې حکومتی عسکرو کېمېاوي وسلې کارولي دي ، نو برېتانېه به دا موضوع د ملگرو ملتونو دامنېت شوراته راجع کړي.

د سورېې د رژېم دمخالفانو دملي اېتلاف ېو وېاند خالد صالح دغه حمله وغندله او وېې وېل چې په نوموړې سېمه کی وضع د هغه په وېنا ډېره خرابه ده.

" دا کار واقعا چې د بشرېت پر مخ، د ملگرو ملتونو پرمخ او د سورېې د دوستانو پر مخ باندی د څپېړې معنی لری او هم د هغو خلکو پرمخ څپېړه ده چې د ولسي وگړو په وژلو کی د سورېې د رژېم ملاتړ کوي. مونږ د ملگرو ملتونو دمفتشانو نه غواړو چې راشي او هغه مړي دې گوري چې په نوموړې حملې کی په دمشق کی مړه شوي دي. مونږ د مفتشانو نه غواړو چې رادې شي او ودې گوري چې کېمېاوي وسلې چا استعمال کړي دي"

دا تازه حمله په داسې حال شوې ده چې ملگرو ملتونو خپل مفتشان سورېې ته د
د ې لپاره لېږلی دي چې سږکال په مارچ کې د حلب د ښار په خان العسل نومې ښارگوټي کی د جنگ په دوران کی د کېمېاوي وسلو داستعمالېدلو په اړه معلومات راټول کړي.
XS
SM
MD
LG