د لاس رسي وړ اتصالات

ایمل فیضي: تر دوو میاشتو پورې لویه جرگه جوړیږي


د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ویاند د آشنا تلویزیون سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون پر سر په خبرو کې پرمختیا رامنځ ته شوی ده.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وایي تر راتلوونکو دوو میاشتو پورې به ددې تړون د لاس لیک کولو لپاره د مشورو په مقصد لویه جرگه جوړه شي.

د اششنا تلویزیون خبریال همایون شعیب د ایمل فیضي سره ځانگړې مرکه کړې ده،

او له هغه څخه یې په پیل کې
د امریکا سره د امنیتی تړون د نویو رسمي خبرو د پیل کیدو او د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره د ډاکټر رنګین سپنتا او ډاکټر اشرف غنی احمدزی د ټاکلو د علت په اړه پوښتلي دي.

همداشان د ملګرو ملتونو عمومی منشی جمهور رئیس کرزی سره په ټیلیفونی تماس کی هغه ته د ملګرو ملتونو په عمومی اسمبلی کی د ګډون بلنه ورکړی ده، ایمل فیضي په دې هکله چې ولسمشر حامد کرزی به پدی غونډه کی برخه واخلی او که نه هم څرگندونې کړې دي.

د ښاغلي ایمل فیضي مرکه تاسې زمونږ په ویب پانه او نورو ټولنیزو رسنیو کې کتلای شئ.
XS
SM
MD
LG