د لاس رسي وړ اتصالات

آلمانی عسکرپه شمال ختیځ کې ماموریت پای ته رسوي


دآلمان په مشرۍ کندوز کی میشت عسکر او د پی آرټی یا ولایتی بیارغونې ډله د ۲۰۱۴ میلادي کال په رانږدې کیدو سره خپل ماموریت پای ته رسوي.

د الماني عسکرو د پي ار ټي یا ولایتي بیارغونې د ډلې قوماندان وايي چې دوی د روان(۲۰۱۳) کال په پای کې له کندوز څخه په بشپړ ډول ووځي او خپل کارونه یوازې تر مزارشریف پورې محدودوي.

د پی ار ټي د ډلې قوماندان فونریشن برګ وویل چی دوي به خپل ټول ځواکونه مزارشریف ته ولیږدوي او په کندوز کې ټول نظامي تاسیسات به افغان ملي اردو او د عامه نظم ساتنې پولیسو ته وسپاري.

" د کندوز پي ار ټي د روان میلادي ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې په بشپړه توګه له کندوز څخه ووځي او تاسیسات به ملي اردو او د نظم عامه پولیسو ته سپارو خو خپل کارونه به له مزار شریف څخه پر مخ وړي، او د دواړو هیوادونو د موافقې پر اساس به له دوه زره څوالسم کال وروسته هم یو شمیر عسکر په افغانستان کې پاتي شي."

په کندوز کې د جرمني له خوا د بیا رغونې یو شمیر پروژې هم پیل شوي چې د شمال څخه به يې څارنه کوي:

" او د المان د خارجه چارو د وزارت له خوا چې د بیارغونې کومې پروژې پیل شوي، د هغې د بشپړولو چارو ته دوام ورکړي."

فونریشن برګ له دوه زره څوارلسم وروسته د پاتي کیدونکو عسکر شمیر ونه ښوده خو ويې ویل چې یو شمیر سرتیري به يې د پولیسو د روزنې په موخه پاتي کیږي.
په کندوز او شاو خوا نورو ولایتونو کې د الماني عسکرو د پي ار ټي ډلې د بیا رغونې یو شمیر پروژې علمي کړي دي.

خو د کندوز خلک بیا وايي چې المانیانو په کندوز کې د بیا رغونې یو شمیر کارونه کړي خو هغومره کارونه يې نه دي کړي چې ترې طمعه کیده.
په لومړیو کلونو کې الماني عسکر په کندوز کې له وسلو پرته ګرځیدل خو په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې د جرمني د عسکرو له وژل کیدو وروسته يې په ښار کې ګرځیدل تر خپلو نظامي اډو محدود کړل.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG